Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېوادونو د مولوي عبدالکبیر غوښتنه؛ کډوال جبري ایستلو ته مه اړباسئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې افغان کډوال په جبري توګه ایستلو ته اړ نه‌کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تورخم کې د کډوالو له لنډمهالي پنډغالي د لیدنې پر مهال وایي، چې دا مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول سوداګرو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.

مولوي عبدالکبیر وویل:«له ټولو هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی ګډوال اړ نه‌کړي چې افغانستان ته د یخنۍ په موسم کې یا په نورو بیړنیو حالاتو کې چې هغوی راتګ ته برابر نه‌وي، خپل توکي یې راټول کړي نه‌وي، خپل حسابونه یې تصفیه کړي نه‌وي، څوک یې اړ کړي چې دلته راشي.»

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس باز محمد عبدالرحمان هم څرګندوي:«تراوسه پورې له ۵۰ زره زیاتې کورنۍ راغلي؛ خو بهیر تراوسه ولاړ نه‌دی او روان دی چې کله ودرېد بیا به وروسته معلومه شي. لس یا پنځلس ګډې دي چې په زور ایستل شوي دي.»

اخوا، تورخم پنډغالي ته تازه راستانه شوي کډوال بیا د پاکستان ځواکونو له ناوړه چلند شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې دوی ته دایمي سرپناه جوړه او لاسنیوی یې وکړي.

له پاکستانه را ایستل شوي مسکین افغان په دې هکله وویل:«له پاکستانه موږ له دې امله راووتلو چې هغوی پر بټیو چاپې پېل کړې او په بټیو کې یې څوک نه‌پرېښودل، نو موږ ته خپل غزت ګران و، خپل وطن ته راغلوو.»

له پاکستانه را ایستل شوی نور محمد هم وايي:«د چا چې ځمکې نه‌وي‎، باید ځمکه ورته وکړي او که د چا ځای وي نو هغوی ته باید کور جوړل کړای شي او سرپناه ورته جوړ کړای شي.»

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه د تورخم دروازې له لارې څه باندې ۵۰ زره کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي.

شریک یي کړئ