Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان کربي: د ا.ا پر وړاندې د واشنګټن سیاست بدلون نه‌دی موندلی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په تړاو وايي چې، «طالبانو» تر اوسه پورې د رسمیت پېژندلو شرطونه نه‌دي پوره کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي په وینا، د اسلامي امارت پر وړاندې د واشنګټن سیاست بدلون نه‌دی کړی. که چېرې طالبان غواړي، چې په رسمیت وپېژندل شي، نو باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

جان کربي ویلي:«که‌چېرې طالبان غواړي چې د مشروع حاکمانو په توګه وپېژندل شي، نو هغوی باید خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او دوی تر اوسه داسې څه نه‌دي کړي؛ خو د طالبانو په هلکه زموږ په پالیسو کې بدلون نه‌دی راغلی.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ډاډ ورکوي چې، خپلو کړو ژمنو ته ژمن دي او له امریکا غواړي چې، له افغانستان سره تعامل وکړي.

ښاغلی مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره تعامل لرو او دا چې امریکا نه غواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا يې خپله ستونزه ده؛ خو ښه خبره به دا وي چې، امریکا له افغانستان سره تعامل وکړي.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنوونکي بیا په امریکا کې د راروانو ټاکنو ترسره کېدل د کابل او واشنګټن د تعامل لپاره اغېزمن بولي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سید بلال احمد فاطمي په دې هکله څرګندوي:«شونې ده، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د مارچ او اپرېل میاشتو کې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره نیمه رسمي اړیکې له افغانستان سره پېل کړي او خپله کونسلګري پرانیزي.»

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی هم وايي:«اسلامي امارت باید له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره یو څه له لاسه ورکړي او یو څه لاسته راوړي، څو له نړۍوالو سره مثبتې اړیکې ولرو.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ د احتمالي پرانیستنې امکانات ارزوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه