Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د ادعا په تړاو د ملګروملتونو راپور ردوي

اسلامي امارت نن (سې‌شنبې، د سلواغې پر ۲۴مه) په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د ادعا په تړاو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وایي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او له همدې امله د نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ګواښ نه‌شي رامنځته کولای.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«له بدغه مرغه ځينې بنسټونه غواړي چې د داعش لپاره کمپاین وکړي، هغوی د داعش پر لویو ښودلو بوخت دي چې دا ګام بې‌ځایه دی. موږ د دې غوښتونکي یو، د دې پر ځای چې داعش ته کمپاین وشي، واقعیتونه په پام کې ونیول شي او عامه ذهنونه له تشویش سره مخامخ نه‌شي.»

د «نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې د داعش د ګواښ او په دې تړاو د ملګرو ملتونو له هڅو د غړو هېوادونو ملاتړ»، تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ۱۸م راپور کې ویلي چې داعش په افغانستان کې د ستر ګواښ په توګه، کولای شي چې د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ رامنځته کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د ځواکونو د جلب او جذب پراخه سټراټيژي تر لاس لاندې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د داعش له لوري د بریدونو د کموالي او د دغې ډلې د لوړپوړو او منځنیو مشرانو د مرګ ژوبلې سربېره، غړي هېوادونه لا هم دغه ډله په افغانستان کې تر ټولو ستر ګواښ ګڼي، چې په لرې او نږدې هېوادونو کې د ګواښونو د رامنځته کولو وس لري.»

د دغه راپور پر بنسټ، شاید په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د بریدونو کموالی د طالبانو د ترهګرۍ ضد هڅو او د هغوی د رهبرۍ په سټراټیژۍ کې د بدلون اغېز وي.

د نظامي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله وايي:«کله چې یوه استخباراتي معلومات ترلاسه کېږي، یادونه کېږي چې داعش په کوم ولایت کې په کوم طول البلد او عرض البلد کې دي او څو تنه دي. تاسې وینئ چې د داعش ټول بریدونه په پاکستانو ایران او تاجیکستان کې کېږي او په افغانستان کې یې نبستاً کمښت موندلی دی.»

تر دې مخکې هم ځينو هېوادونو د داعش ډلې د احتمالي ګواښونو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې؛ خو دغه موضوع تل د اسلامي امارت له لوري رد شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه