Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: اذربایجان په لومړي ځل افغانستان کې سفارت پرانیزي

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر په کابل کې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد د سفارت پرانیستلو رسمي لیک یاد وزارت سرپرست ته سپارلی دی. 

د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي له الهام محمدوف سره په لیدنه کې ویلي چې په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل او د سفیر په کچه د ډیپلوماټ استول د کابل او باکو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبوي. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « اذربایجان په سیمه کې مهم هېواد دی، غوښتي یې دي چې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې ژوندۍ کړي، اسلامي امارت هم د دوی له دغه اقدامه هرکلی کوي او غواړو اړیکې راژوندۍ شي او د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شي.»

که څه هم اذربایجان تر اوسه کابل ته د خپل سفیر له استولو او د سفارت د پرانیستې په تړاو څه نه دي ویلي خو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، امیرخان متقي له اذربایجاني ډيپلوماټ، الهام محمدوف سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکي، امان الله هوتکي هم په دې اړه وویل: « هر هېواد چې دلته خپل سفارت پرانیزې په ځانګړې توګه د سوداګرو او د هغو لپاره چې ډېری کاروبار یې په بهر کې دی.»

تر دې مخکې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ۱۷ هېوادونو د سفارتونو له فعالیت خبر ورکړی و خو زیاته کړې یې وه چې تر دې دمه هېڅ یوه هېواد د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې اقدام نه دی کړی.

شریک یي کړئ