د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اېکس له لارې په یوې خپره شوې اعلامیه کې د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت ګډون ګټور نهدی بللی.
په دغې اعلامیه کې راغلي:« د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د م.م. د سرمنشي ښاغلي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو پهکې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای. د بهرنیو چارو وزارت م.م. ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.»
په اعلامیه کې همدرانګه راغلي:«که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي. د سیمې له هېوادونو سره د ا.ا. تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.»