Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د افغانستان د وضعیت په تړاو د ۱۲اروپايي هېوادونو اعلامیه بې‌بنسټه وبلله

اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض، د نشه‌يي توکو د کښت او د ترهګرو ډلو د شتون په هکله د ۱۲ اروپايي هېوادونو اعلامیه رد کړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ځينې هېوادونه له پرله‌پسې ادعاوو سره غواړي چې نړۍ ته د افغانستان وضعیت خراب وښیي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هغو هېوادونو چې دلته ماتې خوړلې او وتلي دي، بیا غواړي چې د خپلو استخباراتو په واسطه سیمې او هېوادونو ته ناسم معلومات ولېږدوي او زه هېوادونو ته خواشینی یم، د دې پر ځای چې څېړنه وکړي او افغانستان له نږدې وڅېړي او له موږ سره پوهاوی ولري او دا ډول بې‌بنسټه څرګندونې کوي او وضعیت اندېښمنوونکی وښيي؛ خو پر افغانستان اغېزه نه‌کوي.»
 
دا په داسې حال کې ده چې چې تېره ورځ (شنبې ) د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۱۷مه د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ په امنیتي غونډه کې په یوې اعلامیه کې د هغه څه په تړاو اندېښنه څرګنده کړه چې دوی یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو نقض او په دې برخه کې د پرمختګ نشتوالی بولي.

د دوولسو هېوادونو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو خپل تمرکز نور هم زیات کړي. باید د هغوی د ملاتړ لپاره له خپلو شته وسیلو کار واخلي او د کنوانسیونونو د مقرراتو په ګډون چې افغانستان یې غړی دی، د نړۍوالو قوانینو د نقض د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.»
       
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزه لا هم د افغانستان او سیمې له مهمو ننګونو بلل شوې او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو یو شرط پر خپلو کړو ژمنو د سرپرست حکومت درېدل بلل شوي دي.

اعلامیه کاږي:«موږ پر افغان حکومت او پراخې سیمې پورې اړوند ګڼو ننګونو، د بېلګې په توګه له ترهګرۍ او د مخدره توکو له قاچاق سره مبارزې ته د رسېدنې اړتیا درک کوو. موږ د نړۍوالې ټولنې پر ګډ تفاهم ټینګارکوو چې د سرپرست حکومت د چارواکو له خوا د افغانستان د نړۍوالو ژمنو پلي کېدل په نړۍوال نظام کې د افغان حکومت د بیا یوځای کېدو لپاره یو له مهمو وار له مخه شرطونو دي.»
       
د سیاسي چارو شنوونکی سید قریب الله سادات طلوع‌نیوز ته وايي:«وايي چې د نشه‌يي توکو او کوکنارو کښت ۹۰ سلنه صفر ته رسېدلی، بشري حقونو په یو ډول ستونزه لرلې ده. باید پر دې موضوع‌ګانو تفاهم وشي، نه دا چې اندېښنه څرګنده کړل شي او د خلکو ذهنونو ته زیان ورسوي.»
       
د نړۍوالو چارو شنوونکی اختر محمد راسخ هم څرګندوي:«نیمګړتیاوې شتون‌ لري؛ خو د نیمګړتیاو لپاره حل لار هم شتون لري، د نړۍ هېوادونه له ترهګرۍ یوازې د نیوکې په لټه کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه د نړۍوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو په خونديتوب پورې تړلې ګڼي. خو اسلامي امارت تل ویلي، چې نړۍ باید د هیوادونو کلتوري توپیرونو ته په پام سره د ښځو او نجونو حقونه تعریف کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه