د پوهنې وزارت وايي په ټول هېواد کې څه باندې ۳۵ زره شوونځي او مدرسې فعالیت لري او په زرګونه تنه په کې پر زدهکړو بوخت دي.
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه طلوعنیوز ته وايي، د پوهنې وزارت ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته دیني او عصري زدهکړې په متوازنه توګه ورسوي او هېڅوک له زدهکړو محروم پاتې نه شي.
ښاغلی حمزه زیاتوي:«د پوهنې وزارت مشرتابه تل همدا هڅه کړې هغو سیمو کې چې خلک له زدهکړو محروم پاتې وو د زدهکړو زمینه برابره کړي او د پوهنې وزارت ژمن دی چې په ټول هېواد کې د پوهنې متوازن خدمتونه وړاندې کړي.»
د دغه وزارت ویاند په وینا، سږ کال شاوخوا ۱۵ زره ښوونکي ګومارل شوي چې، په ټوله کې ۲۶۰ زره ښوونکي په ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.
ښاغلی حمزه وايي، تر شپږم ټولګي پورې نصاب بشپړ شوی او د پورته ټولګیو په نصاب جوړېدو هم کار روان دی.
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه څرګندوي:«د نصابونو جوړېدو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې او دې کمېټې تر شپږم ټولګي پورې نصاب بشپړ کړی او د اووم، اتم او نهم ټولګي پر نصابونو هم کار روان دی.»
ورته مهال ځينې زدهکوونکي د زدهکړو پر کېفیت ښه کېدو ټینګار کوي او وايي، په ښوونځیو کې باید د زدهکوونکو لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې شي.
زدهکوونکي محمد اختر وویل:«د پوهنې وزارت باید په ټول هېواد کې خلکو ته د متوازنو زدهکړو زمینه برابره کړي او هېڅوک باید له زدهکړو محروم پاتې نهشي.»
زدهکوونکی وحیدالله امیرزی هم وايي:«په هېواد کې د زدهکړو کېفیت خراب دی او د کېفیت ښه کېدو لپاره باید د پوهنې وزارت ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱ نیم مېلیونه زدهکوونکي په کوردننه او شاوخوا ۵۰۰۰ نور بیا په هېوادونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه