Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې غونډه د ا.ا د استازي او له افغانستانه د کسانو له شتون پرته ترسره شوه

د افغانستان په تړاو د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه په داسې حال کې ترسره شوه چې په هغې کې د اسلامي امارت استازو او د هغوی سیاسي مخالفانو حضور نه‌درلود.

د دې سربېره، د مدني ټولنې ځينې فعالان او ښځې هم پر دې نیوکه کوي چې په دغې غونډه کې له افغانستانه کوم کس ګډون نه‌و کړی.
 
د افغانستان په تړاو د هېوادونو همغږي او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان بیا یوځای کېدل د دې غونډې له موخو بلل شوي؛ خو د شنوونکو پر وینا، په دې غونډه کې د طالبانو او د هغوی د مخالفینو نه حضور پر افغانستان د دې غونډې اغېزې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

د افغانستان د حق او عدالت ګوند رییس معین ګل څمنکی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«فکر نه کوم چې کومه لمس کېدونکې پایله ولري؛ د دې لپاره چې اوسني حکومت په مستقیمه توګه په مذاکراتو کې ګډون نه‌درلود او هره غونډه چې جوړېږي، که‌چېرې اوسنی حکومت په هغې کې ګډون ونه‌لري، نو له چا سره خبرې کوي؟»

بلخوا، د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه دغې غونډې ته د افغانستان له دننه د رسنیزې ټولنې پر نه بلل کېدو نیوکه کوي. د دغې ټولنې د اعلامیې له مخې، له افغانستانه د مدني فعالانو نه بلل کېدل د خبریالانو ملاتړ ته د نړۍوالې ټولنې د نه پاملرنې په معنا دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې په اعلامیه کې راغلي:«د دوحې غونډې ته له بهره د افغانستان د مدني ټولنې ځينې غړي وربلل شوي چې دغه ټولنه په دې غونډه کې د هغوی د حضور ستاینه کوي؛ خو په دغه راز غونډو کې په افغانستان کې دننه د رسنیزې ټولنې له پامه غورځول، سره له دې چې په کابل کې د یوناما له دفتر سره په تماس کې پر دې موضوع ټينګار شوی، په افغانستان کې دننه د رسنیزې ټولنې د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د نه پاملرنې ښکارندویي کوي.»

خو پوښتنه دا ده، چې په دې غونډه کې د ګډون کوونکو څېرو د غوراوي لپاره معیارونه څه وو؟

په جنیوا کې د افغانستان د دایمۍ څوکۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه په دې هکله وايي:«تر ډېره سلامشورې د خپلو کسانو او د یو اېن (ملګرو ملتونو سازمان) له خوا کېږي او هغه کسان چې راغلي تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، ملګري ملتونه له هغوی سره په اړیکه کې شوي؛ فکر نه کوم چې په دې برخه کې دې کوم مشخص میکانیزم شتون ولري، هغه څه چې وو د بشري حقونو له فعالانو او هغه کسان چې د رسنیو په برخو کې او بشري حقونو او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې وو؛ ځکه اوس هره موضوع په یو ډول د افغانستان په حکومتوالۍ او سیاست کې ده؛ دخیل وو.»

د دوحې په دویمه غونډه کې د سیمې او نړۍ د ۲۵هېوادونو استازو ګډون کړی دی. د دوحې په غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب محبوبې سراج، شاه ګل رضايي، میترا مهران او لطف‌الله نجفي‌زاده ګډون کړی او د ملګرو ملتونو له سر منشي او د افغانستان لپاره یې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره کتلي دي.
 
د مدني ټولنې ځينې فعالان او ښځې هم پر دې نیوکه کوي چې په دغې غونډه کې له افغانستانه کوم کس ګډون نه‌و کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه