د افغانستان په تړاو د دوحې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته، په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په یوې خبري غونډه کې له اسلامي امارت سره د هېوادونو پر تعامل ټينګار کړی دی.
د نوموړي په اند، روسیه هم د نورو هېوادونو په څېر، په داسې حال کې چې طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له هغوی سره تعامل لري.
واسیلي نبنزیا وايي:«موږ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نهپېژنو؛ خو د نورو هېوادونو په څېر له هغوی سره تعامل کوو. موږ باید له هغو کسانو سره تعامل ولرو چې اوس پر افغانستان حکومت کوي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال له خولې ویلي چې، له افغانستان سره د تعامل لپاره پر یوې معقولې لارې هوکړه مهمه ګڼي.
له دې سره هممهاله، د دې غونډې په څنډه کې د ځینو هېوادونو استازو د افغانستان پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
د سیاسي چارو شنوونکی رشید قطوبزاده طلوعنیوز ته وايي:«اسلامي امارت دې د افغانستان له خلکو سره ملي بحث پېل کړي. د افغانستان کورنۍ موضوعګانې چې د خلکو پر حقونو پورې اړوندېږي له هغې ډلې د ښځو د ښځو حقونه باید د خلکو او د افغانستان د دولت تر منځ په یوې بحث کې حل شي، نه په یوې نړۍوالې غونډه کې.»
بل پلو، د ملګرو ملتونو سرمنشي د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې د کوربتوب له امله له هغه مننه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه جوړه کړي.
بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د دوحې د غونډې د پایلو په تړاو غبرګون نهدی ښودلی.
په دې اړه مو اندونه