Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ا.ا د بشري حقونو تامین ته ژمن دی

اسلامي امارت په هېواد کې د بشري حقونو د نقض د راپورونو له ردولو سره وايي چې په هېواد کې له بل هر وخته د ښځو او نجونو حقونه تامین دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټينګار کوي چې دا یوه کورنۍ چاره ده او په وینا یې نړۍ ته نه‌ښايي چې، په دې برخه کې لاسوهنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ باید د دوی پر دروغجنو شعارونو باور ونه‌لرو. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو کسانو حقونه هم پېژندلي او هم پرې ژمن دي. هغه حقونه چې اسلام خلکو ته ورکړي، نظام مکلف دی چې هغه د یوې وجیبې په توګه تعقیب کړي.»

په هېواد کې د ښځو د حقونو د نقضېدو په تړاو له غبرګونونو سره هم مهاله، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایتېدو له ټينګار سربېره د بشریت ضد جنایت په توګه د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده. په دې اعلامیه کې همداراز راغلي چې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په کتو دغه چاره لازمي ده.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د طالبانو قوانین؛ په نړۍوالو حقوقو کې د جنسیتي تبعیض د تدوین مسئله ډېره ضروري کړې ده؛ ځکه دغه چاره نړۍوالې ټولنې ته د دې اجازه ورکوي چې، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بریدونه په ښه توګه تشخیص او هغو ته رسېدنه وکړي.»

خو د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترڅنګ، د ښځو د حقونو ځينې فعالانې له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو د بنسټیزو حقونو له تامین سره، د هغوی راتلوونکی تضمین کړي. 

د ښځو د حقونو د برخې فعاله فاضله سروش طلوع‌نیوز ته وايي:«له حکومته غواړو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او اجازه ورکړي چې ښځې کار وکړي. او اجازه ورنه‌کړي چې بهرني هېوادونه زموږ د درد غږ پورته کړي.»

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي هم څرګندوي:«که‌چېرې وغواړو چې د یوه حکومت په توګه، الله (ج)، نړۍ او د افغانستان خلک له موږ راضي وي، باید د یوه وګړي ټول لومړي حقونه یې ورکړو.»

په دې وروستیو کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ویلي، هغه اندېښنې چې، په بېلابېلو غونډو کې د افغان ښځو د حقوقو د نقضېدو په تړاو مطرح کېږي، بې بنسټه دي او په وینا یې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
 

مجاهد: ا.ا د بشري حقونو تامین ته ژمن دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایتېدو له ټينګار سربېره د بشریت ضد جنایت په توګه د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت په هېواد کې د بشري حقونو د نقض د راپورونو له ردولو سره وايي چې په هېواد کې له بل هر وخته د ښځو او نجونو حقونه تامین دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټينګار کوي چې دا یوه کورنۍ چاره ده او په وینا یې نړۍ ته نه‌ښايي چې، په دې برخه کې لاسوهنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ باید د دوی پر دروغجنو شعارونو باور ونه‌لرو. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو کسانو حقونه هم پېژندلي او هم پرې ژمن دي. هغه حقونه چې اسلام خلکو ته ورکړي، نظام مکلف دی چې هغه د یوې وجیبې په توګه تعقیب کړي.»

په هېواد کې د ښځو د حقونو د نقضېدو په تړاو له غبرګونونو سره هم مهاله، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایتېدو له ټينګار سربېره د بشریت ضد جنایت په توګه د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده. په دې اعلامیه کې همداراز راغلي چې، په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په کتو دغه چاره لازمي ده.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د طالبانو قوانین؛ په نړۍوالو حقوقو کې د جنسیتي تبعیض د تدوین مسئله ډېره ضروري کړې ده؛ ځکه دغه چاره نړۍوالې ټولنې ته د دې اجازه ورکوي چې، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بریدونه په ښه توګه تشخیص او هغو ته رسېدنه وکړي.»

خو د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترڅنګ، د ښځو د حقونو ځينې فعالانې له اسلامي امارته غواړي چې د ښځو د بنسټیزو حقونو له تامین سره، د هغوی راتلوونکی تضمین کړي. 

د ښځو د حقونو د برخې فعاله فاضله سروش طلوع‌نیوز ته وايي:«له حکومته غواړو چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او اجازه ورکړي چې ښځې کار وکړي. او اجازه ورنه‌کړي چې بهرني هېوادونه زموږ د درد غږ پورته کړي.»

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي هم څرګندوي:«که‌چېرې وغواړو چې د یوه حکومت په توګه، الله (ج)، نړۍ او د افغانستان خلک له موږ راضي وي، باید د یوه وګړي ټول لومړي حقونه یې ورکړو.»

په دې وروستیو کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ویلي، هغه اندېښنې چې، په بېلابېلو غونډو کې د افغان ښځو د حقوقو د نقضېدو په تړاو مطرح کېږي، بې بنسټه دي او په وینا یې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه