Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ؛ خیرالله خیرخواه د ژبو د ودې ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه نن (چهارشنبې) د «مورنۍ ژبې نړۍوالې» ورځې په نمالځغونډه کې وايي، اوسنی نظام خپلواک او د هېچا تر تاثیر لاندې نه‌دی او د ټولو قومونو ګټې په‌کې خوندي دي.

خیرالله خیرخواه، د قومونو پر یووالي ټینګار کوي او زیاتوي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو ژبو ودې او پراختیا ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه په دې هکله وايي:«په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او دغه نظام ازاد او د هېچا تر اغېزې لاندې نه دی.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان، د ژبو پیاوړتیا په برخه کې د موسسو او بنسټونو له فعالیتونو ملاتړ کوي او ترې غواړي، چې د ژبو په پراختیا کې لا ډېره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست څرګندوي:«هر قوم او هره ژبه چې د هر چا ده موږ غواړو په هغه کې چې څومره توان وي هغې ته وده ورکړو او په دې هکله له ټولو بنسټونونه او هغه کسان چې ادیبان دي، لیکوالان دي، په ځانګړې توګه د هغه قوم خلک دي، له موږ سره دې لاس راکړي موږ ان‌شاالله له دوی سره همکار یو، ترڅو د هر چا ژبه په هماغه اندازه وځلېږي.»

د دغه وزارت مرستیال زیاتوي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د تجزې لپاره ډېرې هڅې شوي، خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره دا دسیسي په هېواد کې ناکامې شوې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق‌الله عزیزي
 وايي:«تر دې کچې دوی یې تمویلول او ورته ویل کېدل چې نورې ژبې او نورې لهجې او نور سمتونو، پر حقوق باندې پښو کېږدئ داسې خبرې وکړې چې حتا د افغانستان د تجزیې او د وطن د ټوټې کېدو سبب وګرځي.»

په همدې حال کې، یو شمېر ژبپوهان په هېواد کې د سیمه ییزو ژبو پر ودې او پراختیا ټینګار کوي.

ژبپوه اسحاق مقبل وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د دا ډول پروګرامونو له جوړولو سره د محلي ژبو او د هغو ژبو چې د له‌منځه تلو په حال کې دي، ملاتړ وکړي.»

ژبپوه ډېویډ میکاپیټ څرګندوي:«د هرې ژبې ویونکي په خپل فرهنګي او ژبنیز هویت د پرمختګ وړ باور ولري او په خوښۍ سره خپله ژبه وکاروي، خپلې هر اړخیزې اړتیاوې پرې پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوالو په هېواد کې د ژبو ودې او پراختیا ته پر نه پاملرنې تل نیوکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه