د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸ سوه قومي شخړې حل شوي دي.
حمد الله فطرت طلوعنیوز سره په خبرو کې وایي چې دغو شخړو قومي او سیمه ییز اړخونه درلودل چې ډيری یې د ځمکو، ځنګلونو او اوبو پر سر وې.
حمدالله فطرت زیاته کړه: « زموږ ولایتي ادارو د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې شاخوا ۸۰۰ لویې او وړې شخړې حل کړي چې عموماً د ځمکو، اوبو، ځنګلونو پر سر وې»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې دغه شخړې به ډیری مهال په میدان وردګ، غزني، بامیان او تخار کې د کوچیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ پېښېدلې.
هغه په دې اړه څرګنده کړه: « د ځایی اوسېدونکو او کوچیانو تر منځ په ځینو سیمو کې چې د ځایونو پر سر به شخړې وې د هغو د حل په برخه ډېر کار کړی دی، د میدان وردګو، بامیان، غزني او تخار ولایتونو کې دغه موضوعات ډېر وه، چې الحمدالله تر دې مهاله ډېر شمېر منازعې حل شوې دي.»
خو په افغانستان کې د قومي او خپل منځیو تربګنیو د پایته رسولو حل لار څه ده او څه باید وشي ؟
حقوق پوه، محمد اصف فقیري په دې اړه وویل: « ډېری قومي شخړې موږ به سیمه ییز ډول په قومي شوراګانو کې حل کوو.»
د نظامي چارو شنونکي، اختر راسخ هم وویل: « طالبانو د قومونو د شخړو د حل لپاره د شریعت له ادرسه ډېر بریالي ګامونه پورته کړي دي.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې په هېواد کې قومي شخړو ته د رسېدنې په موخه یو کمیسیون جوړ شوی دی.