د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د اساسي قانون نشتوالی قانوني تشه نه ګڼي.
د ذبیح الله مجاهد په خبره، د اساسي قانون جوړول مهم دي، خو وایي اسلامي شریعت په ټولنه کې د هر کس مسوولیت مشخص کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: « موږ په کومه قانوني تشه کې نه یو، اسلامي شریعت یو ډېر ټولیز قانون دی چې په یوه نظام کې د هر کس دنده مشخصوي.»
ځینې حقوقپوهان وايي، د اساسي قانون جوړول له مهمو کاري لومړیتوبونو دي او د اساسي قانون نشتوالی د دې لامل کیږي چې له یوې قضیې سره څو ګونی چلند وشي.
د پوهنتون استاد، محمد زمان مزمل وویل: « ښایي د طالبانو په حکومت کې لس ولسوالان له مراجیعینو سره لس ډوله چلند وکړي، دا یوه قانوني تشه ده، دا باید یو ډول قانون اوسي او خلک هم ورته یو ډول اوسي.»
د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي هم وویل: « اساسي قانون د عامو قوانینو مور ده، که چیرې موږ وغواړو د وزارت یا ولایت په کچه قانون جوړ کړو نو موږ باید له اساسي قانون څخه الهام اخلو، که موږ اساسي قانون ونه لرو نو زموږ حکومت چې باید څنګه مخکې لاړ شي هغسې نه ځي.»
اسلامي امارت بیاځلې واک ته له رسېدو وروسته د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون تعلیق کړ او په هېواد کې یې پر نوي اساسي قانون د کار له دوامه خبر ورکړ چې تر اوسه یې په تړاو د ویلو لپاره هېڅ هم نشته.