د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی د ډیورند فرضي کرښې په تړاو د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په هکله طلوعنیوز ته وايي چې، دغه کرښه په پاکستان پورې هېڅ اړه نهلري.
ښاغلی ستانکزی وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښه د وخت له انګرېزانو څخه پاتې یوه کشاله ده.
شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«ډيورنډ یوه فرضي کرښه ده او دا زموږ او پاکستان ترمنځ ستونزه نهده، دا هغه ستونزه ده چې د وخت انګرېزانو دغه کرښه له عبدالرحمن خان سره د یوې هوکړې پر بنسټ تېره کړه، پاکستاني چارواکي چې په دې هکله هر څه وايي، د منلو نهدي، د دې لپاره چې دا په هغوی پورې اړه نهلري.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ټينګار کوي چې د دغې کرښې د رامنځه کېدو پر مهال، د نړۍ په نقشه کې، د پاکستان په نوم هېڅ هېواد شتون نهدرلود.
شیر محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«کله چې د ډيورنډ فرضي کرښه تېره شوه، پاکستان هلته شتون نهدرلود. ۵۰ کاله وروسته هلته پاکستان رامنځته شو، پاکستان د ډیورنډ پرتله کوچنی دی.»
خو پوښتنه دا ده، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره باید څه وشي؟
د سیاسي چارو شنوونکی فهیم چکري په دې هکله وايي:«په دې هکله د افغانستان او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ یوه پرېکړه وشوه، او لنډمهالې وه، هیله ده چې، ملګري ملتونه دغه پرېکړه په پام کې ونیسي او ملتونو ته دا چانس ورکړي، د دواړو لورو خلکو چې هره پرېکړه وکړه، هماغه پرېکړه دې وروستۍ شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړۍواله پوله بللې وه؛ خو اسلامي امارت د نوموړي دا خبره ردوي.
په دې اړه مو اندونه