Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امیرخان متقي په مشرۍ ترکمنستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د کانونو او پټرولیم وزارت، د وسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت د مسوولان په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي ټاکل شوې چې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ترکمنستاني چارواکو سره د ډيپلوماټیکو، سوداګریزو او اقتصادي مسایلو او د پانګونې د جلب په تړاو خبرې وکړي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«دوی ترکمنستان ته په خپل سفر کې د دواړو هېوادونو په ډپيلوماټيکو او سوداګریزو موضوع‌ګانو به خبرې وکړي او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او همدارنګه د پانګونې په برخه کې د ترکمنستان پر همکارۍ او ځینو نورو پروژو چې دواړه هېوادونه یې سره لري، هم خبرې وشي او دا سفر به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم ګڼي او ټينګار کوي چې دغه سفر کې باید د ترکمنستان د ویزې اخیستو په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته هم پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک څرګندوي:«افغانستان ته هم د سوداګرۍ او هم د ټرانزیټ له پلوه اهمیت لري، له بده مرغه تراوسه د سوداګریز پلاوي تبادله ډېره تته ده.»

بلخوا، د سیاسي او اقتصادي چارو ځيني شنوونکي دا ډول سفرونه له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل د پراختیا لپاره ګټور ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی عبدالحق حماد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«تراوسه پورې ګڼ شمېرسفرونه شوي دغو هېوادونو ته، ترکمنستان، ازبیکستان او د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ټولو هېوادونو ته؛ څو د نښلون کومه کرښه چې په پام کې دی هغه د بري حالت ته ورسېږي.»

د پوهنتون استاد ناصر شفق په دې هکله وايي:«له هر بهرني هېواد سره زموږ راشه درشه اغېزمنه ده؛ خو په هېواد کې د ملي شورا په نشتون کې هر سفر له یوې خوا نه ولس ته هغسې ډاډ  بښلی شي، کوم چې د ملي شورا د شتون او له هغې سره د مشورې له لارې څخ اقدام کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو سرپرست ایران او چین ته سفرونه کړي وو او د تهران او بي‌جینګ له چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې وې.

ذبیح‌الله مجاهد سخن‌گوی امارت اسلامی می‌گوید که قرار است در این سفر درباره روابط دیپلوماتیک، توسعه روابط تجاری میان کابل و عشق‌‎آباد و افزایش سرمایه‌گذاری گفت‌وگو کنند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه