Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په جوزجان کې د قتل په جرم پر یوه کس د قصاص حکم پلي کېدل

د جوزجان سیمه‌ییز مسوولان د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ پر یوه اوسېدونکي د قتل په جرم د قصاص د حکم له عملي کېدو خبر ورکوي.

د مسوولانو په خبره، د قصاص دا حکم د درې ګونو محکمو له لوري تر څېړنې او د اسلامي امارت د مشر د فرمان له توشیح وروسته، نن (دوشنبه) د شبرغان ښار په سپورټي لوبغالي کې عملي کړل شو.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف الدین معتصم په دې هکله وايي:«تقریباً له یوه کال راهیسې درې محکمو او همداسې د امیرالمومنین د حکم سربېره، د ټولو فیصله پر دې باندې وه چې دا سړی باید په قتل ورسېږي؛ ځکه کوم ثبوت، کوم شواهد، کوم دلایل چې هغه محکمو ته وړاندې کول، په هغو کې داسې کوم څه نه‌وو چې دغه سړی دې له قصاص څخه وژغوري.»

په همدې حال، د جوزجان ځينې اوسېدونکي چې، د قصاص ځای ته تللي، خپل لیدلوری داسې بیانوي.

د جوزجان اوسېدونکي توکل وویل:«موږ ولاړو اسټېډیوم ته کابو دوه زره تنه وو، د جوزجان چارواکي وو، د قصاص حکومت درې محکمو کړی وو، پر دغه سړي د قصاص حکم شوی و، علماوو ورته عذر وکړ، عذر یې ونه منل شو او قصاص شو.»

د جوزجان اوسېدونکی داد الله هم څرګندوي:«په درې واړو محکمو باندې دا پرېکړه شوې وه چې دی باید قصاص شي، نن د اسلامي امارت له خوا هغه قصاص شو، د امارت مشرانو د مقتول له وارثانو څخه وغوښتل چې ده ته عفوه وکړئ؛ خو هغوی عفوه ونه کړه.»

د هېواد د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې په فراه، لغمان او غزني ولایتونو کې پر څلورو نورو کسانو هم د قصاص حکم پلی شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه