نېکبخته هغه ښځه چې د خپل ورور له ۲۵ کلن کورني بند وروسته ازاده شوې وه، له پنځه میاشتۍ ازادۍ وروسته مړه شوه.
د کابل امنیه قومنداني خالد ځدراڼ وایي چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست د لارښوونې له مخې نېکبخته د خپل ورور له زندانه تر ازادېدو وروسته د ډاکټرانو تر درملنې او د اسلامي امارت تر مراقبت لاندې وه.
ښاغلی ځدراڼ وايي:«نېکبخته روغتون ته ولېږدول شوه او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني په حکم یوه ځانګړې روغتیايي ډله ورته ګومارل شوې وه، یوه میاشت او لس ورځې هلته تر درملنې لاندې وه او له هغې وروسته ورته یو کور ورکړل شو.»
د چهار قلعه سیمې د ګذر وکیل خادم حسین طلوعنیوز ته وايي:«نن سهار را ته زنګ ووهل شو چې نېکبخته په حق رسېدلې، وروسته زه او د سیمې سپينږیري د حوزې امر ته ورغلو او امر صاحب لارښونه وکړه او موږ د نېکبختې د اوسېدو ځای ته ولاړو او جنازه مو سیمې ته راوړه.»
د کابل امنیه قومنداني ویاند دغه راز زیاتوي چې د نیکبختې د مراقبت لپاره دوه مېرمنې هم ګومارل شوې وې.
د نېکبختې روغتیاپاله روشن گل څرګندوي:«ما یې خدمت کاوه، هغې ښه کیسه کوله، سندره یې بلله، هر څه مې ورته پخول او جامې یې په خپله اغوښتې.»
خالد ځدراڼ دغه راز ټينګار کوي چې د نیکبختې ورور لاهم د اسلامي امارت په بند کې دی او د هغه دوسیه سترې محکمې ته لېږل شوې ده.
ښاغلی ځدراڼ زیاتوي:«د دغې ښځې [نېکبختې] د ورور دوسیه د دغې پېښې په تړاو بشپړه شوې او محکمې ته استول شوې ده او نور پړاوونه یې په محکمې پورې تړاو لري.»
نېکبخته د ۱۴۰۲ کال د وږي پر یوویشتمه د کابل د لسمې حوزې په چهار قلعه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشي پرمهال د خپل ورور له بنده خوشې او څه باندې یوه میاشت د ډاکټرانو تر مراقبتونو لاندې وه او وروسته بیا څلور میاشتې د اسلامي امارت له لوري په یوه کور کې ساتل کېده.
په دې اړه مو اندونه