د کورنيو چارو وزارت سرپرست خوست ولايت کې د حسن قرائت په یوه سیالۍ کې د اسلامي قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کوي.
سراج الدین حقاني و ویل چې دوی او د افغانستان ملت د قران کریم لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني و ویل: « موږ او زموږ ملت چې د دې قران مجید پر سر کومې قربانۍ ورکړي دي، نن موږ او تاسو ته عملآ د قران مجید د خدمت او د هغه د احکامو د تطبیق صلاحیت راکړی دی.»
سراج الدین حقاني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې افغانانو داسې ازادي تر لاسه کړې، چې هيڅوک د یو بل پر حقونو تېری نشي کولی او زیاتوي، چې ځینې کړۍ د شریعت او افغاني کلتور خلاف آزادي غواړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني زیاته کړه: « ازادي خدای ورکړه، څوک د چا په حق باندې تېری نشي کولی، یو خو مزاج و طبیعت دی، طبعیت ازادي غواړي، داسې ازادي چې اسلامي اصول ماتوي او خپل دودونه ماتوي او د بل دودونه پر موږ ډېر ښه لګیږي.»
کورنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال د اسلامي قوانینو او احکامو پر تطبیق ټینګار کوي، چې د دوشنبې (کب ۷مه) په ورځ د وجوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د قتل په تور پر یوه مجرم د قصاص حکم تطبیق شو.
په دې اړه مو اندونه