Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه بې پایلې ګڼي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په تړاو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې په هکله ویلي چې د دغې شورا د غړو ترمنځ د نظر یووالي د نشتوالي له امله دغه غونډه بې پاپلې پای ته رسېدلې ده.

تېره شپه ناوخته د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه.

ښاغلي مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«زموږ په اند د امنیت شورا غونډې د پام وکړ پایله نه‌ده لرلې. هلته د افغانستان پر موضوع‌ګانو د نظر یووالی نه‌وو او دویمه دا چې غونډه هغه وخت بې پايلې کېږي چې ښايي غړو بیړه کړې وي، د دې لپاره چې موضوع‌ګانې ګوچنۍ او لویې کړي او په یو ډول وښيي چې دا د غونډې پایله ده.»

بل پلو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د دغه سازمان په خبري ناسته کې ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو بهیر لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه:«له سرمنشي وغوښتل شول چې استازی وټاکي، دا بهیر روان دی، دلته زما د کلونو تجربې دا را زده‌کړل چې د مهالوېش په تړاو خبرې ونه کړم؛ خو زه پوهیږم چې دا مسأله خورا جدي او چټکه په پام کې نیول شوې او همدا چې یو څوک وټاکل شي موږ یې اعلانوو.»

د امريکا، فرانسې، جاپان او برېتانيا په ګډون ۱۱ هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې له پېلېدو مخکې په يوه ګډه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ښځو په ګډون د هېواد د وګړو د حقونو ملاتړ وکړي.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دغه راز په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار شوی دی.

 د امنیت شورا رییس کارولین روډریګز بېرکټ وايي:«موږ په افغانستان کې د سیسټماټیک جنسیتي تبعیض دوام، پر ښځو او نجونو د طالبانو جنسیتي ظلم او ستم په کلکه غندو او له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره خپلې ټولې تګلارې لغوه کړي او په منځۍ او لوړه کچه پر زده‌کړو د محدودیتونو، د ښځو پر کار، د حرکت پر ازادۍ او د بیان پر ازادۍ د لګول شویو محدودیتونه په ګډون د نجونو او ښځو د ځپنې پالیسۍ کمې کړي.»

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډوني حکومت د جوړېدو په تړاو د ۱۱ هېوادونو ګډه اعلامیه د افغانستان په هکله د دغو هېوادونو د معلوماتو د کموالي له امله ګڼي. 
    
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه