په جوزجان کې د قصاص حکم له پلي کېدو یوه ورځ وروسته ملګرو ملتونو په عام محضر کې د قصاص حکم پر پلي کېدو نیوکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک وایي چې، دغه سازمان په دې تړاو خپل مخالفت ته دوام ورکوي.
ښاغلی دوجاریک وايي:«په عام محضر کې د خلکو اعدام کول یو نامناسب عمل دی، موږ د اعدام پر وړاندې خپل مخالفت ته ادامه ورکوو.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې، قصاص یو شرعي او اسلامي حکم دی او اسلامي ارزښتونو ته هېڅ ډول سپکاوی د زغملو وړ نهدی. ښاغلی مجاهد له نړۍ غواړي چې اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.
د اسلامي امارت ویاند طلوعنیوز ته وايي:«قصاص یو شرعي او اسلامي حکم دی او هېچاته اجازه نه ورکوو چې په دې تړاو اعتراض وکړي او د افغانستان د خلکو د ارزښتونو خلاف خبرې وکړي او قصاص د شرعي حکم پر اساس پلی کېږي.»
دیني عالم عبدالقادر قانت په دې هکله څرګندوي:«د قصاص مجازات باید د عدالت په اساس وي او په دې مسئله کې باید عدالت او بې پرېتوب په نظر کې ونیول شي. څارنوالان او قاضیان باید ډېره هڅه وکړي چې جرم په کس ثابت کړي.»
د هېواد د سترې محکمې د اطلاعاتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو راهیسې په فراه، لغمان، جوزجان او غزني ولایتونو کې پر ۵ کسانو د قتل په جرم د قصاص حکم پلی شوی دی.
په دې اړه مو اندونه