د هېواد په ډېرو برخو کې د واورې د اورېدو د دوام له امله د سالنګ لویه لار او د هرات، بادغیس، غور، کابل، بامیان، غزني او دایکندي ولایتونو ځينې لویې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د یادو شویو ولایتونو د ډېریو ولسوالیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي چې د دغو لویو لارو او د ولسوالیو د لارو د پرانیستو لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلي حقشناس زیاته کړه:«د سالنګ لویه لار او د بامیان، غزني، غور، دایکندي، فراه او بادغیس په ولایتونو کې ځينې نورې لارې هم د واورې د شدید اورښت له امله د ټرافیکو پر مخ تړلي دي.»
ورته مهال، د واورې اورېد له امله، د بادغیس د مرکز او ولسوالیو تر منځ ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ بندې شوې دي. د هرات تورغنډۍ پر لویه لار هم تګ راتګ ستونزمن شوی دی.
د بادغیس امنیه قومندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي په دې هکله وايي:«د بادغیس ټولې نښلوونکې لارې نن سېشنبې، د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.»
د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم د ورښتونو د دوام له امله د ډېریو ولسوالیو لارې بندې شوي دي.
د سرپل د والي ویاند حبیبالله مسرور څرګندوي:«د تېرې شپې د واورې د شدید اورښت له امله د بلخاب ولسوالۍ قم کوتل او د البدر ولسوالۍ نښلوونکې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.»
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس الدین محمدي هم طلوعنیوز ته وايي:«زموږ د معلوماتو پر بنسټ د بندر او کوهستان له ولسوالیو چې غرنیزې ولسوالۍ دي، د دغو دوو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې دي.»
د لوېدیځې حوزې مسوولان وایي، د واورې اورېدو له امله پر لویو لارو تګ راتګ له ګواښ سره مل دی.
د دوی په خبره، تر دې دمه هرات او غور ولایتونو کې امنیتي ځواکونو لسګونه کسان ژغورلي دي.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند عزتالله سعیدي وویل:«د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د لویې لارې په اوږدو کې ځينې کسان ګیرپاتې وو چې له نېکه مرغه د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې لوا د درېیم کنډک د ژغورنې ډلې له خوا ژغورل شوي دي.»
د واورې او باران تازه څپه د هېواد ډېریو ولایتونو کې پېل شوې ده.
د مسوولینو په خبره، راتلونکو ورځو کې د واورې او باران په دوام سره، ښایي د هېواد یو شمېر لویې لارې وتړل شي او په ځینو سیمو کې سېلابونه هم راشي.
په دې اړه مو اندونه