د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ښهوالی ومومي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغې مرکه کې همدارنګه زیاته کړې چې سرپرست حکومت د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلی متقي په دې هکله وايي:«امیدواره یو چې، د پاکستان له ټاکنو وروسته، د نوي حکومت په راتلو سره به لکه د دوی ځينو لوړپوړو چارواکو چې ځينې مثبتې څرګندونې کړې دي دا وضعیت به نور هم ښه شي، تر ټولو مهمه دا ده چې دواړه لورو ته ډېر غریب خلک مېشت دي، د هغوی اقتصاد، امنیت او سوکالي ډېره مهمه ده او موږ په دې ټولو برخو کې همکاري کړې ده.»
د حکومت دغه جګپوړی چارواکی له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل سیاسي فشار ګڼي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور دغه هېواد ته کوم ګواښ نهدی.
امیر خان متقي څرګندوي:«که دغه خلک د امنیت لپاره ګواښ وای، نو دا خلک خو ۴۰ کاله هلته وو، ولې خطر نهوو، که دا خلک د امنیت لپاره خطر وای، هلته خو اوس هم په مېلیونونو خلک شته، هغه ولې ګواښ نهدي، دا دلیل نهشي کېدای.»
امیرخان متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ډاډ ورکوي چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نهدی او ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستانه به هېڅ ستونزه ورته پېښه نهشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«له مسکو څخه هم قاصد راځي له بيجینګ نه هم راځي د سیمې له نورو هېوادونو هم راځي او دلته په یوه مېز درسره کېني او ګډ مجلس درسره کوي، دا ټولې نړۍ ته یو پیغام دی چې افغانستان د امن کور دی، د ډاډ کور دی سیمه ورسره خوشحاله ده، هغه لېرې پراته هېوادونه چې اندېښنه لري هغه هم باید د دوی پر پله، پل کېږدي؛ هو موږ ویلای شوو، سیمه اوس دې اجماع ته رسېدلې چې له افغانستان سره هېڅ ډول ستونزه نهلري.»
د امیرخان متقي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر راروانو دوو ورځو د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري ناقانونه افغان کډوالو ته ټاکل شوی ضرب الاجل پای ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه