Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د شویګو د څرګندونو غبرګون کې؛ مسکو دې د اړیکو له ترینګلتیا مخنیوی وکړي

اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو له څرګندونو وروسته، له مسکو څخه غوښتي، له هغو څرګندونو دې ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا ډول اندېښنې بنسټ نه‌لري او هغوی باید دا ډول څرګندونې ونه‌کړي؛ ځکه هغه ارامه او ډاډمنه فضا چې لرو، خراب وي یې. حتا له افغانستان سره د منځنۍ اسیا اړیکو ته زیان رسوي. داسې څرګندونې باید ونه‌شي چې د هغه لپاره دلیل شتون نه‌لري.»

په دې وروستیو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د دغه هېواد له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې د سیمې وضعیت ستونزمن بللی او ویلي یې دي چې تر ټولو لوی ګواښ له افغانستانه احساسېږي.

هغه دغه راز د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړې چې په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی او اصلي موخه یې د ټولیز امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو په سوېلي پولو کې د ورانکارو فعالیتونو پراختیا ده.

سرګي شویګو زیاته کړې:«په سیمه کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او تر ټولو لوی ګواښ له افغانستانه احساسېږي. په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی. اصلي موخه د ټولیز امنیت تړون د سازمان د هېوادونو په سوېلي پولو کې د افراطي ایډیالوژیو او ورانکارو فعالیتونو پراختیا ده.»

بلخوا، د سیاسي او نظامي چارو شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلوع‌نیوز ته وايي:«امریکا او متحدان یې غواړي چې روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې ووېروي او پر هغوی فشار راوړي.»

د نظامي چارو بل شنونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«که‌چېرې روسیه ریښتیا وايي، د دغه پروګرام د مدیریت لپاره باید له افغان حکومت سره دې د استخباراتي معالوماتو تبادله ولري.» 

تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا منشي هم په یوې غونده کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې نږدې شل ترهګرې ډلې شته؛ خو اسلامي امارت دا ادعا بې بنسټه بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه