د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن «د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت لپاره د ایتلاف» تر سلیک لاندې غونډه کې، یو ځل بیا په هېواد کې پر ښځو د محدودیتونو پر لګولو نیوکه کړې او هغه یې د بشري حقونو نقص بللی دی.
ښاغلی بلېنکن چې د دغه ایتلاف بنسټ ایښی دی زیاتوي چې «طالبان» د افغانستان د خلکو د غوښتنو پر خلاف عمل کوي او د هغوی فرمانونو د ښځو بنسټیزه خپلواکي او بشري حقونه نقض کړي دي.
نوموړی زیاتوي، کار ته د ښځو لاسرسی به د دې لامل شي چې د افغانستان په اقتصاد کې یو مېلیارد ډالر اضافه شي.
انتوني بلېنکن څرګندوي:«د طالبانو محدودیتونه د افغانستان وړتیا له منځه وړي. که نجونې او ښځې زدهکړې وکړي، کار وکړای شي، ټول هېواد به ترې ګټه واخلي. ښځې کولای شي د خپل دسترخوانونه له خوړو ډک کړي، که ښځو ته اجازه ورکړل شي، نو د افغانستان له اقتصاد سره به تر یو مېلیارد ډالرو زیاته مرسته وکړي. اقتصادي فرصتونه د تلپاتې سولې او تلپاتې امنیت لپاره شرطونه دي، نو له همدې امله د ښځو ګډون د یوې لا زیاتې انعطاف وړ ټولنې په جوړولو کې هم مرسته کوي. که نجونې او ښځې خپل بشپړ ظرفیت و نهکاروي، نو دا د افغانستان لپاره زیان دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف به د افغان ښځو لپاره ډېر ژر درې ډوله نوي پروګرامونه پېل کړي.
په ټوله نړۍ کې افغان ښځو ته د کار پیدا کولو او عاید لپاره د انلاین ښوونیزو کورسونو او مهارتونو زدهکړو چمتو کول، د امریکا او د ښوونې او روزنې بنسټ لخوا د تحصیلي بورسیو چمتو کول څو په امریکا کې ښځینه افغان کډوال وکولی شي د لیسانس او ماسټرۍ سندونه بشپړ کړي او د سوداګرۍ د پېل او ودې په برخو کې د افغان ښځو ملاتړ، هغه پروګرامونه دي چې ټاکل شوې ده پېل شي.
له دې سره سم، د افغانستان د بشري او ښځو حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري په دغه غونډه کې له کار او زدهکړو د نجونو او ښځو د محرومیت په تړاو د اندېښنې په ښودلو سره وايي، امریکا او نړۍواله ټولنه له افغان ښځو سره همکارۍ ته چمتو ده.
اغې امیري زیاتوي:«افغانې نجونې او ښځې نه غواړي چې موږ ورته د قربانیانو په سترګه وګورو، بلکې افغان نجونې او ښځې له موږ غواړي چې د دوی د حقونو لپاره د دوی ویاړمنه مبارزه په رسمیت وپېژنو. دویم دا چې، افغانې نجونې او ښځې له موږ غواړي چې دوی په خپلو خبرو کې د شریکانو په توګه شامل کړو، درېیم دا چې، افغان نجونې او ښځې غواړي چې د دوی خلاقیت، انعطاف او ارادې موږ ته لارښود شي.»
ورته مهال د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې دننه په هېواد کې د ښځو د پیاوړتیا او ودې په برخه دې تمرکز وشي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه سلما یوسفزۍ څرګندوي:«کهچېرې پر هغو ښځو چې دننه په افغانستان کې دي او زیانمنونکې دي پر هغوی پروګرامونه عملي شي، ښه به وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو له تړل کېدو ۸۹۸ ورځې تېرېږي او د اقتصاد وزارت له لوري په هېواد کې د ښځو د کار د مخنیوي له فرمانه ۸۹۰ ورځې تېرې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه