Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: امریکا له دوحې هوکړې وروسته ۱۷۰۰ سرغړونې کړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د دوحې تړون څخه څلور کاله وروسته وایي امریکا له دغه تړونه یو زر او اووه سوه سرغړونې کړي دي. 

امیرخان متقي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د دغه هوکړه لیک له پټو برخو هم پرده پورته کړه او وایي چې له پوځي اډو د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت روښانه کېدل، بګرام ته د امریکایي ځواکونو د ستنېدو په لارو کې د طالبانو له خوا د بریدونو نه ترسره کېدل، هغې برخې وې چې د دوحې تړون کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ ورباندې هوکړه شوې وه.

د ښاغلي متقي په خبره د هېواد په ولایتونو کې د نظامي اډو د تخلیې پر مهال پر امریکايي ځواکونو د بریدونو نه کول، د امریکايي ځواکونو نظامي اډو ته نږدې د طالبانو له لوري د عملیاتو نه ترسره کول، او د هېواد په ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو د اډو د تخلیې لپاره د مهالوېش ټاکنه هم له هغه برخو وې چې د دوحې په هوکړه کې د امریکا او طالبانو تر منځ پرې سلا شوې وه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: « په ضمایمو کې راغلي و چې مثلاً امریکان په خپلو ځایونو کې په پټه اوسېدل او د اردو او اربکي ځواکونو له لوري ساتل کېد چې په اوله پوسته مجاهدین عملیات نه کوي، سمه ده یا مثلاً کله چې د کابل او خوست په لاره جګړه کېدله نو مقابل لوري به طالبانو ته خبر ورکړي څو سبا اووه بجې زموږ عسکر کابل ته ځي او شپې تر اووه بجو په دې لاره عملیات ونشي.»

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په باور، اسلامي امارت پر هغه څه چې، له امریکا سره یې په دوحې هوکړه کې ژمنه کړې وه عمل کړی او په خبره یې په همدې هوکړه کې امریکا بیا پر خپلو ژمنو نه ده درېدلې.

امیر خان متقی وویل: « څلوارلس میاشتې موږ ټول د امریکا سرغړونې لیکلي دي، اوولس سرغړونې ترسره شوې تاسو وړاندوینه وکړئ چې په اوولس سوه سرغړونو کې به د افغانستان د خلکو څومره وینه تویه شوې وي او څومره به شهیدان شوي وي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه مرکه کې د بین الافغاني خبرو اترو بې پایلې پاتې کېدو لامل په هغه وخت کې د یوه مسوول حکومت نشتون بولي. 

هغه په دې اړه وایي: « موږ غوښتل چې خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږي، یو کال تېر شو هېڅ پرمختګ په کې نه لیدل کېده، لامل یې هم دا وه چې د کابل اداره په یوه خوله نه وه واک یې نه لره او بله دا چې هغه خلک یې چې رالېږل د څو شهزادګانو استازي وه او دوی سره دومره صلاحیت او استعداد نه وه چې په دې کچه د افغانستان موضوع مخته یوسي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز ویلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې په دویمه ناسته کې یې ځکه ګډون ونه کړ چې، د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو له ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د اسلامي امارت د پلاوي د مانا لرونکو خبرو وړاندیز رد شو. 
د هغه په خبره، د افغانستان په تړاو په راتلونکو غونډو کې د اسلامي امارت غوښتنو د منلو په صورت کې ګډون کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه