د هېواد په ځینو ولایتونو کې د روانې کب میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې، د سختو ورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.
طلوع نیوز ته رسېدلې شمېرې ښیي چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې ورښت له امله نږدې لس زره څاروي هم تلف شوي دي.
په سرپل کې څاروي لرونکي، عبدالقادر وویل: « واوره ډېره شوې ده، درنه واوره، د خلکو څارویو ته مرګژوبله اوښتې ده. لارې بندې دي او خلک ګرځېدلی نه شي.»
په سرپل کې یو بل څاروي لرونکي، امان الله هم وویل: « خدای دې نوره ډېره کړي، واوره ډېره ده خو لارې یې بندې کړي دي. واورې د خلکو مالونه او څاروي له منځه وړي دي.»
له دې سره سم، اسلامي امارت وایي زیانمنو په ځانګړې توګه د څارویو لرونکو ستونزو د هواري په موخه یې د بېلابېلو وزارتونو مسوولینو کمېټه جوړه کړې.
په دغه لړ کې تر دې مهاله بلخ، جوزجان، بادغیس، فاریاب او هرات ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین په دې اړه وویل: « په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې شوي دي او د تېرې ورځ راهیسې د بندو لارو د خلاصون لپاره هلته کار روان دی. او هغه څاروي چې خوراکه او واښه نه لري خوراکه ورسېدلې ده.د انسانانو د خلاصون لپاره هم هلې ځلې شوي دي.»
د افغاني سرې میاشتې ویاند عرفان الله شرفزوي و ویل: « تر دې دمه د افغاني سرې میاشتې رضاکاران توانېدلي چې په بادغیس، غور، فراه، کندهار، هلمند، جوزجان، نورستان او ځینو نورو ولایتونو کې د هغو وګړو لاسنیوی وکړي چې د وروستیو واورو او بارانونو له امله ورته زیان اوښتی دی.»
وروستیو دوه ورځو ورښتونو د سالنګ لویې لارې په ګډون د غور، بادغیس، بامیان، هرات او غزني د تګ راتګ لارې هم تړلې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وویل: « د وروستیو دوو ورځو د واورې ورېدنې له امله سالنګونه، په بامیانو، دایکندي، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړل شوي دي.»
د فاریاب والي ویاند عصمت الله مرادي و ویل: «په فاریاب ولایت کې د واورې ورېدنې له امله د ځینو ولسوالیو لارې وتړل شوې، هغه خلک چې په لرې پرتو سیمو کې اوسي د واورو له امله بند پاتې دي چې یو تن د ترکمنستان او افغانستان پر پوله ومړ.»
تر دې مهاله اسلامي امارت د وروستیو ورښتونو له امله د مرګ ژوبلې او څارویو ته د اوښتو زیانونو په اړه وروستي مالومات نه دي شریک کړي خو اټکل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې د مرګ ژوبلې او د تلف شویو څارویو شمېر تر دې هم زیات شي.
په دې اړه مو اندونه