Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا د مارچ پر ۶مه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د روان زیږدیز کال د مارچ پر ۶مه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.

ډيپلوماټيکې سرچینې طلوع‌نیوز ته وایي چې په دې غونډه کې د یوناما مشره دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنۍ راپور وړاندې کوي.

بل خوا، اسلامي امارت وایي چې ملګري ملتونه دې د دغه‌راز مسایلو پرځای د بندیزونو د لېرې کېدو او له افغانانو سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په څېر موضوع‌ګانو ته پاملرنه وکړي څو له دې لارې نور مسایل هم حل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي، چې په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي نه‌ګډون به د هغوی عملي اړخ صفر ته ورسوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«د اسلامي امارت په نشتون کې د دا ډول غونډو جوړول، هغه معلومات چې هلته وړاندې کېږي، امارت نه تایید کړي او نه‌یې شریک کړي دي او نه یې په غونډه کې حضور لرلی دی، دا غونډې ته زیان رسوي. یعنې د هغه عملي اړخ کموي او حتا له صفر یې مخ کوي.»

پخواني ډپيلماټ عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«یو میکانیزم یې جوړ نه‌کړ چې هغه یې عملي کړی وای، که‌ دا ځل هم غونډه جوړوي او راپور وړاندې کوي او هغه پرېکړه چې عملي اړخ ولري نه‌کوي، دغه غونډه به هم کومه ځانګړې پایله ونه‌لري.»

د سیاسی چارو شنوونکی سید قریب‌االله سادات وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان دې دا ځل عادلانه پرېکړه وکړي او د افغانستان پېښې باید په پروژه‌يي بڼه نه‌؛ بلکې په صادقانه او اړینه بڼه وڅېړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې هم د روان زیږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په تړاو غونډه جوړه کړه؛ خو د دې غونډې د پایلو په تړاو له رسنیو سره جزیات شریک نه‌شول.

شریک یي کړئ