د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په انزوا کې نهدی او په سیاسي برخه کې د پرمختګ په حال کې دی.
نوموړي په کابل کې په هغې غونډه کې چې د حدیث له لویې دورې د عالمانو د فراغت په تړاو جوړه شوې، د اوسني حکومت انزوا د اسلامي امارت د مخالفینو له لوري منفي تبلیغات بولي او زیاتوي چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړیکې لري.
مولوي عبدالکبیر په دې هکله وویل:«اسلامي امارت عملاً له دنیا سره یو مثبت تعامل لري، په انزوا کې نهدی ټول افغانان دې مطمین وي الحمدالله موږ او تاسې په اقتصادي او په سیاسي ډګر کې په انزوا کې نهیو، الحمدالله اقتصاد مو ورځ په ورځ د مظبوطوالي په لور روان دی او په سیاسي ډګر کې هم د پرمختګ په لور روان یو.»
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ټینګار کوي چې اسلامي امارت اوسمهال له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په ازاده توګه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او زیاتوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله چاره نهلري او په هېواد کې له اسلامي امارت پرته بل بدیل نشته.
نوموړي په خپلو خبرو کې وایي چې دوی د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګندوي:«موږ په نړۍ غږ کوو چې تاسې پرته له دې چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړئ بله لار نهلرئ؛ ځکه که له اسلامي امارت سره تعامل نهکوئ نو د افغانستان په استازیتوب له چا سره تعامل کوئ؟»
په دغه پروګرام کې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د اسلامي نظام ساتنه د دیني عالمانو مسوولیت دی.
ښاغلي ندیم په دې هکله وویل:«دنیا پرستي، منصب پرستي د ابه مطلب نهګرځوئ، دا خو واقعیت دی چې نظام علماوو ته اړتیا لري، بیا اسلامي نظام، په اسلامي نظام کې داسې اداره نشته چې هغه دې بې عالمه وچلېږي.»
بل پلو د امر بالعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست هم چې په دې غونډه کې ګډون درلود، وایي چې د بیان ازادي د اسلام په دوره کې رامنځته شوې او ټینګار کوي چې رسنۍ باید ترې ناوړه ګټه پورته نهکړي.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي څرګندوي:«زه د خپل مطبوعاتو قدرمنو وروڼو ته هم دا وایم چې د بیان ازادي اسلام رامنځته کړې، او د بیان ازادي باید د جوړولو لپاره وي نه د ویجاړولو لپاره.»
محمد خالد حنفي دغه راز وایي چې ټول لږکي او هېوادوال چې د افغانستان په جغرافیه کې ژوند کوي، د اسلامي امارت پر وړاندې یو ډول مقام لري او سرپرست حکومت ټولو ته په یوه سترګه ګوري.