Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د یوناما یو کلن ماموریت بې اغېزې وګڼه

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ د پلاوي (یوناما) یو کلنې کړنې بې اغېزې وګڼلې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې یوناما په افغانستان کې د خپلو مسوولیتونو د ترسراوي پر ځای، د ناسمو معلوماتو پر بنسټ یوازې پر خپلې راپور ورکونې بسنه کړې ده.

ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د یوناما مسوولیت له افغانستان سره د هېوادونو د ډيپلوماټيکې تشې له منځه وړل او هغو ته د امنیتي مسایلو په تړاو ډاډ ورکول ګڼي د نوموړي په وینا، یوناما د خپل ماموریت پرمهال په دې برخه کې بریالۍ نه‌وه.
                            
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«له ډيپلوماټیک اړخه باید له هېوادونو سره یې د افغانستان اړیکې ټینګې کړې وای، د اړیکو تشه چې لاهم شتون لري او هېوادونه چې باور نه‌لري، د هغوی لپاره باید باور او اعتماد رامنځته کړی وای.»

ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ له لویو ځواکونو اغېزمن ګڼي او وایي چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان پرېکړې مشکوکې دي.

نوموړی زیاتوي:«د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړې تراوسه شکمنې دي او له بده مرغه هغوی د نړۍ د زبرځواکو تر اغېز لاندې دي. لکه څرنګه چې له هغوی تمه کېږي او یا ملتونه فکر کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان دریځ بې‌پرې دی او یو داسې سازمان به وي چې له هغې د عدالت تمه وشي، دا ثابته شوې نه‌ده.»

له پرله‌پسې هڅو سره سره مو په دغه راپور کې د اسلامي امارت د ویاند د خبرو په تړاو د یومانا نظر ترلاسه نه‌شوی کړای.

 خو پوښتنه دا ده چې، په هېواد کې د یوناما شتوالی او په بېلابېلو قضیو کې له سرپرست حکومت سره د دغه بنسټ همغږي د هېواد د وضعیت لپاره څومره اغېزناکه پرېوتلای شي؟

د پوهنتون استاد امین‌الله احساس په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«یوناما هڅه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ په لېبرال نظام کې ویلې شي، په ځانګړې توګه په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او حتا په کلتوري برخو کې د نړۍ د نظم یوه برخه شي.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج په هم وايي:«یوناما چې په افغانستان کې ده. د افغانستان ټولې اړیکې، د افغانستان سیاسي مسایل له ملګرو ملتونو سازمان سره یې شریکوي او د افغانستان اړیکې نه یوازې له ملګرو ملتونو سازمان سره بلکې له نړۍوالو سره هم تامینوي.»

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د روان زیږدیز کال د مارچ پر ۱۷مه پای ته رسېږي، ټاکل شوې ده چې تر راروانو څو ورځو امنیت شورا هم په دې تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

شریک یي کړئ