Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چارو ادارې رییس: اسلامي نظام له بهره پر هېوادوالو تپل شوی نه‌دی

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي چې اسلامي نظام د هېوادوالو غوښتنه ده او دا نظام له بهره پر خلکو تحمیل او تپل شوی نه‌دی.

ښاغلي انور د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت له لوري د ظرفیت لوړونې سیمینار فارغانو ته د تصدیق پاڼو د وېش په تړاو جوړه شوې غونډه کې زیاتوي، اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ لپاره روښانه تګلاره لري او په دې برخه کې د هېچا فرمایش او فشار ته غاړه نه‌ږدي.

د چارو ادارې عمومي رییس په دې هکله وویل:«د هغه نظام برخه نه‌یو، کوم چې د پردیو له لوري را تپل شوی وی، او د خپلو شومو موخو د پوره کېدو لپاره موږ د اوزارو په توګه وکاروي.»

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال وايي، د دغه وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا د مراجعینو په کارونو کې غفلت د منلو نه‌دی. د عبدالحکیم حقاني په خبره، په ځینو ولایتي ریاستونو کې باید د مراجعینو کارونه په یوه او بله پلمه ونه‌ځنډول شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني څرګندوي:«موږ خبرېږو د ځينو ولایتونو په ریاستونو کې، زموږ مراجعین په ورځو، ورځو راځي انتظار کوي او بیاځي، د یوه صاحب د امضا لپاره.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیم الله افغان هم وايي:«په بشپړه توګه بې تبعیضه، بې توپیره، ټول معلولین د ګران هېواد ټول یتیمان او ګونډې په کې شاملې دي. او هېڅ توپیر او تبعیض په کې نشته.»

ورته مهال، د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه فارغ شوي کسان وايي، په دې سیمینار کې يې په بېلابېلو برخو کې ګټورې زده‌کړې کړې دي.

د پکتیا د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مالي او اداري مدیر هېواد منلی څرګندوي:«هغه مهارتونه چې موږ مدیریاتو ته ډېر اړین او ضروري وو، هغه مو ترلاسه کړل، او داسې څه مو په کې زده‌کړل چې تر دې مخکې موږ ورسره مخ شوي نه‌وو.»

د فراه د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مالي او اداري مدیر عبدالولي صمیم هم وویل:«په دغه پروګرام کې موږ ته اداري موصلات، پلان جوړونه، د کاري پلاون ډول، د حساباتو تطبیق، څارنه، ارزونه، بودیجه او آفیس ښوونه راکړل شوه.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت تراوسه څه باندې ۱۱ مېلیارده افغانۍ د شهیدانو وارثینو، معلولانو او یتیمانو ته وېشلې دي او په روان لمریز کال کې يې شاوخوا ۹۹٫۸۷ سلنه بودیجه لګولې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال وايي، د دغه وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا د مراجعینو په کارونو کې غفلت د منلو نه‌دی.

شریک یي کړئ