د کندوز او سرپل ځايي چارواکي وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په دغو دوو ولایتونو کې څه باندې ۸ زره څاروي له منځه تللي دي.
دوی وايي چې د دغو دوو ولایتونو په دښتو کې د ګیرپاتې کسانو او څارویو د ژغورلو لپاره د مرستې رسونې بهیر یې پېل کړی او تراوسه یې په سلګونه تنه یې له څارویو سره ژغورلي دي.
د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه وايي چې یوازې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۸ زره څاروي لهمنځه تللي دي.
د سرپل والي زیاته کړه:«څو کورنۍ چې د غره په هغه لوري کې په واورو کې ګیرپاتې وو موږ هڅه وکړه چې ښځې وژغورو.»
د کندوز سیمهییز مسوولان وایي چې، د ریاست الوزرا په لارښوونه یې د دغه ولایت مالدارانو ته چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمن شوي، بیړنۍ مرستې رسولې دي.
د دوی په خبره، مالدارانو ته یې د څارویو د خوراکي موادو په ورکړې سره، د زرګونه څارویو د تلف کېدو مخه نیولې ده.
مسوولان زیاتوي، چې د وروستیو ورښتونو له امله، دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
د کندوز امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد رحیم ذوالفقار څرګندوي:«په ټول کندوز کې کمېټو ته دنده ورکړل شوې چې مال لرونکو ته واښه او شپنو ته خوراکي توکي ورسوي.»
د کندوز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس شفیع الله جواد وویل:«کابو ۶۰۰۰ څاروي د قلعه ذال په ولسوالۍ کې له خطر سره مخ وو.»
یو شمېر مالدارن چې د سیمهییزو مسوولینو له لوري ژغورل شوي خوشحاله دي.
کندوز کې څاروي لرونکی جمع ګل د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«اسلامي امارت ته دې خدای خیر ورکړي چې له موږ سره یې مرسته وکړه. کهچېرې نن یې له موږ سره مرسته نهوه کړې زموږ څاروي مردارېدل.»
په کندوز کې بل څاروي لرونکي محمد یاسین هم وویل:«کهچېرې دغه مرستې نهرارسېدې، زه د کوما په حال کې وم.»
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو ورښتونو او سړې هوا له امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو شمېر کسانو ژوند بایللی او همداراز د زرګونه څارويو پر تلف کېدو سربېره، استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه