Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فلسطین له خلکو سره د نړۍ پر چلند د ا.ا د رییس الوزرا نیوکه

رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند تېره ورځ د اسلامي امارت د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې په فلسطین کې د بشري حقونو پر نقض نیوکه کړې ده او ویلي یې دي، نړۍ هغه څه چې د فلسطنیانو پر وړاندې ترسره کوي، په څرګنده ظلم دی.

د اسلامي امارت رییس الوزرا همدارنګه په ارګ کې په دغې غونډه کې ویلي چې نړۍ د اسلامي نظامونو د بدنامه کولو په لټه کې دي. 
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغې غونډې په هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«محترم رییس الوزرا په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې وویل، نړۍ د فلسطین مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه‌ویني؛ خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.»

د اسلامي امارت رییس الوزرا د ټولو دولتي ادارو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي د اسلامي امارت د ادارو د مسوولانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ګټوره بولي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی څرګندوي:«حکومت باید خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي او ولس په غېږ کې ونیسي، ځکه ولس مو په تېرو کلونو کې ډېر زورېدلی دی.»

ملا محمد حسن اخند، همداراز په ناسته کې ویلي چې، په اوسني حساس وخت کې د اسلام او دین ساتنه یوازې اسلامي امارت ته ور له غاړې شوې او د اسلامي نړۍ سترګې سرپرست حکومت ته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه