د بې وسلې کولو او وسلو نه خپرولو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو لوی منشي وایي، د نړۍ رهبران باید د وسلو له کارونې مخنیوی وکړي.
د انتونیو ګوترش په وینا د نړۍ رهبران باید په هیوادونو کې پر سولې او ټیکاو پانګونه وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش و ویل: « نن ورځ موږ ته دا را یادوي چې بې وسلې کول او د وسلو نه پراختیا نه یوازې د سوله ییز راتلونکي لپاره، بلکې زموږ د موجودیت لپاره هم مهمه ده. د نړۍ مشران باید د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون په ګډون د هغو سیسټمونو او وسایلو په پیاوړي کولو سره چې د وژونکو وسلو د پراختیا او کارولو مخه ونیسي او د بې وسلې کولو د حل لارو په پراختیا سره پر سولې پانګونه وکړي.»
د بې وسلې کولو او د وسلو د نه پراختیا له ورځې سره هممهاله؛ ذبيح الله مجاهد وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، له نامسوولو کسانو راټولې شوې ټولې وسلې ډيپوګانو ته لېږدول شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «کومه وسله چې پوځي اډو او نورو پوځي ځایونو کې وه، راټوله شوه او څو ځل پلاوي وټاکل شول چې په سمه توګه پلټنه وشي، دغه کار شوی او موږ تر اوسه خپل سرې وسلې نه وینو، که په ځينو ځایونو کې وي هم، زموږ تر کنټرول لاندې دي او چې پرې خبر شو راټولوو یې.»
د چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې تړاو چې افغانستان او نور هېوادونه څه ډول کولای شي چې د ناقانونه وسلو له لېږد رالېږد مخنیوي وکړي، بېلابېل لیدلوري لري.
د نظامي چارو شنونکی، سرور نیازی په دې تړاو وايي: «د ناقانونه وسلو د لېږد رالېږد زیاتوالی د هر هېواد واکمني او امنیت ګواښي.»
د نظامي چارو یو بل شنونکی، صادق شینواری وايي: «اوس د افغانستان کابو ټول خلک له وسلې سره اشنا دي، یو له هغو لاملونو چې په افغانستان کې یې جګړه اوږده کړه، همدا دی چې ټول خلک مسلح دي.»
د بې وسلې کولو او د وسلو د نه پراختیا د ورځې په مناسبت د پرېکړه لیک وړاندیز په ۲۰۲۱ زیږیز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ته وړاندې شو او په ۲۰۲۲ کال کې د تر تصویبېدو وروسته، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نمانځل کیږي.
په دې اړه مو اندونه