Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سږ کال فارغانو شمېر ۳۶ زرو ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، غلام حیدر شهامت وایي په روان لمریز کال کې شپږدېرش زره کسان د دغې ادارې له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي. 

غلام حیدر شهامت د "تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ممتازو فارغانو د استخدام په اړه د مالوماتو وړاندې کولو" پروګرام کې دغه راز ویلي، د روان لمریز کال تر پایه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا زر تنه نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.

غلام حیدر شهامت زیاته کړه:« له سروې وروسته، زموږ زر تنه له څلوارلسم فارغ محصلین چې له اول نمره تر پنځم نمره وو، په روان کال کې یې د قراردادي ښوونکو په توګه ګومارو.»

ښاغلی شهامت دغه راز زیاتوي، چې تر دې وړاندې د ښوونکو د ګمارلو بهیر د دوی د تخصص پر بنسټ نه، بلکې د اړیکو پر بنسټ ترسره کېده خو د نوي پلان له مخې به له دې بهیر وروسته د ښوونکو د ګومارنې بهیر د وړتیا او سالم رقابت له مخې ترسره کېږي.

هغه په دې اړه وویل: « په ځینو ځایونو کې د قومي اړیکو له امله ګومارل شوي وو؛ خو موږ چې کوم پلان جوړ کړی کار اهل کار ته سپارل کیږي، هم د زده کوونکو د هڅونې لامل کیږي او هم ازاده سیالي رامنځته کوي.»

د غلام حیدر شهامت د څرګندونو له مخې، په پام کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نږدې ٢٥٩٠ تنه فارغان په کندهار، هرات، ننګرهار او کابل ولايتونو کې د مسلکي کسانو له خوا پر دندو وګومارل شي.

په پام کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نږدې ٢٥٩٠ تنه فارغان په کندهار، هرات، ننګرهار او کابل ولايتونو کې د مسلکي کسانو له خوا پر دندو وګومارل شي.

شریک یي کړئ