Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ا.ا: ځینې کړۍ د افغانستان او سیمې ترمنځ اندېښنې پیدا کوي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، ځینې کړۍ هڅې کوي چې، افغان ولس او د سیمې هېوادونو لپاره یو تشویش رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په تړاو د اندېښنو په دوام، ډیلي بیسټ رسنۍ اوس اوس په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په تړاو راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې داعش په عراق او سوریه کې تر ماتې وروسته، اوس په افغانستان کې نوی پټنځای ترلاسه کړی او هلته پراخ ترهګریز بریدونه طرحه کوي.

خو اسلامي امارت د دغه راپور په غبرګون کې وايي، داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانانو او سیمې هیوادونو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل : له بده مرغه ځينې کړۍ هڅه کوي چې په دې تړاو د پروپاګند او بې ځایه ادعاو په خپرولو سره تشویشونه رامنځته کړي خو موږ په ډاډ سره یو ځل بیا نورو هېوادونو ته اطمنان ورکوو چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هیواد پر خلاف نه کارول کیږي.

ورته مهال د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې زبرځواک هیوادونه خپلو غوښتنو ته د نه رسیدو په صورت کې په دا ډول تبلیغاتو لاس پورې کوي.

د نظامي چارو شنونکي زلمي افغانیار و ویل: امریکا هغه مهال د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو د فعالیت خبره رابرسیره کوي چې په حکومتونو کې یې د خپلې ګټې سټراټيژي پلې نه شي.

یوه بل نظامي چارو شنونکي بیا طلوع نیوز ته و ویل: دوی غواړي چې په دغو سیمو کې د جګړو اور بل شي، او افغانستان یو ځل بیا د لویدیځې نړۍ په جګړیزو حالاتو کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د روسیې په ګډون د سیمې هیوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه داعش له حضوره اندېښنه څرګنده کړې وه خو اسلامي امارت تل دغه اندېښنې بې بنسټه ګڼلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه