د پوهنې وزارت نن (چهارشنبې، د ۱۴۰۳کال د وري په لومړۍ نېټه) په ښوونځيو کې د نحونو له حضور پرته د نوي ښوونیز کال زونګ وواهه.
د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیبالله اغا د نوي ښوونیز کال د پېل د زنګ وهلو په مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی او په هېواد کې دیني او عصري علومو ته اړتیا ده.
د پوهنې وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه څه نه وویل.
سید حبیبالله اغا وویل:«که دنیوي ترقي غواړو او که اخروي ترقي غواړو، که د دنیوي مهلکاتو څخه ځان ساتو، که له اخروي مهلکاتو څخه ځان ساتو د علم په برکت به یې ساتو؛ خو هو هغه علم باکیفیته علم وي.»
د رییس الوزرا اداري مرستیال د نوي ښوونیز کال د پېل په غونډه کې زدهکړې د هېواد د ځان بسیاینې بنسټ ګڼي او وايي، د هېواد لرې پرتو سیمو ته د زدهکړو د رسولو لپاره هڅې روانې دي.
عبدالسلام حنفي زیاتوي، تېر کال ۱٫۲ مېلیونه نوي زدهکوونکي ښوونځیو کې شامل شوي او هیله لري چې په نوي ښوونیز کال کې تردې هم ډېر زدهکوونکي ښوونځیو کې شامل شي.
ښاغلي حنفي په دې هکله زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت او د پوهنې وزارت به هڅه وکړي چې لېرې پرتو سیمو، ولسوالیو او کلیو ته ښوونه او روزنه پراخه کړي.»
د ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني چې په دغو مراسمو کې حضور درلود وویل:«که زموږ د دغه نظام حفاظت مخې ته راځي، دا به هلته راځي چې زموږ دغه عصري میدان مضبوط شي، که زموږ عصري میدان مضبوط نهوي، بیا به ورته ګورو او دغه نظام به مو له لاسه ځي، او د درېیم اشغال مخنیوی به نهشي کولای، له ځانه به دفاع نهشو کولای، له ولس څخه به دفاع نهشو کولای.»
یو شمېر زده کوونکي چې د نوي ښوونیز کال پېل ته خوښ دي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر خلاصون ټینګار کوي.
زده کوونکی قسمت صالح وايي:«په افغانستان کې د نجونو حق هم دی چې زدهکړې وکړي. انشالله موږ هیله لرو چې یوه ورځ زموږ خویندې هم دلته ښوونه او روزنه وویني او زموږ هېواد ته خدمت وکړي.»
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هېواد کې څه باندې ۹۰ ښوونځي، څه د پاسه ۱۲ زره رسمي او ۵ زره کلیوالي مدرسې جوړې شوې دي.
د دې سربېره د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې د تېر کال په لړ کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۵۵ زره جریبه ځمکه چې د پوهنې وزارت ملکیت و، له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.