اسلامي امارت وايي چې، اذربایجان په لومړي ځل په کابل کې خپل سفارت پرانیستی دی.
د اسلامي ویاند امارت ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وایي ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د سفیر په کچه د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم یاد هېواد ته ولېږل شي.
ښاغلی مجاهد له نړۍوالې ټولنې غواړي چې له سرپرست حکومت سره خپلې ډیپلماټیکې اړیکې جوړې کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«اذربایجان له افغانستان سره ډېرې ښې اړیکې ژوندۍ کړې او په افغانستان کې یې خپل سفارت پرانیزه. موږ به په اذربایجان کې خپل سفارت پرانیزو او دا له دغه هېواد سره د افغانستان د ډپيلوماټیکو اړیکو لپاره نوی ګام دی او دا اړیکې به ګټورې پرېوځي. »
په کابل کې د اذربایجان سفیر د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د ناګورونو- قرهباغ په مسئله کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کوي.
د ریاستالوزرا د مرستیالۍ د رسنیو عمومي رییس حسن حقیا ویلي:«په دغې لیدنه کې د اذربایجان سفیر ټينګار کړی چې ګډې اقتصادي، سیاسي او دیني اړیکې لرو، او د دې په هڅه کې دي چې د افغانستان سوداګري له اروپا سره ونښلوي.»
د سیاسي چارو شنوونکي عزیز معارج هم طلوعنیوز ته وویل:«د سیمې هېوادونه نه یوازې په خپل منځ کې اقتصادي او سیاسي سیالۍ لري؛ بلکې دوی د خپل کورني امنیت د تامین لپاره د افغانستان له جغرافیې هم اندېښنه لري.»
سره له دې چې، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مسئله ناروښانه ده؛ خو په هېواد کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه بیا فعال شوي او په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه هم د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي دي.