Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیلابونو له امله د هېواد په دریېو ولایتونو کې د درې تنو مړه کېدل

په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو له امله ۳ تنه مړه شوي دي.

د مسوولینو په وینا د دغو سیلابونو له امله څه باندې ۲۸۰ کورونه، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه، نښلونکې لارې او پلچکونه زیانمن شوي او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

د فاریاب د والي ویاند، عصمت الله مرادي فاریابي په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: دغه سیلابونه په المار، قیصار، چلګزي، سبزه پوش او کوهساناتو ولسوالیو کې راوتلي چې په ترڅ کې یې یو تن په المار ولسوالۍ کې مړ شوی، او درې ماشومان په قیصار ولسوالۍ کې سیلابونو وړي چې یو یې مړ او دوه نور یې ژغورل شوي دي.

د سرپل طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس، سید صفت الله صفوان هم و ویل: د تېرې ورځې د سیلابونو له امله یو ۱۲ کلن ماشوم شهید شوی دی. درې کورونه په بشپړه توګه او دیرش کورونه په نسبي توګه ویجاړ شوي دي.

په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلي له سرپرست حکومته غواړي چې، په دې سخت وضعیت کې یې لاسنیوی وکړي.

زیانمن، محمد طاهر و ویل: سیلاب راغی او زموږ کور او هرڅه یې وران ویجاړ کړل، موږ سره باید بېړنۍ مرسته وشي. موږ هرڅه له لاسه ورکړي دي. دلته داسې کورونه دي چې اوړه او غوړي نه لري، اوړه، وریجې او غوړي یې سیلابونو وړي دي.

زیانمن، محمد ظاهر هم و ویل: موږ له اسلامي امارته غواړو چې له موږ سره ژر تر ژره مرسته وکړي. زموږ دا ټول کورونه ویجاړ شوي او نور هم ویجاړیږي.

فاریاب، سرپل او جوزجان هغه ولایتونه دي چې، په دې وروستیو کې پکې سېلابونه راوتي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه