د اذربایجان سفیر په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستل د کابل او باکو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو څرګندونکی ګڼي.
په افغانستان کې د اذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت پرانېستنه د کابل او باکو تر منځ د ښو اړیکو ښکارندویه ګڼي.
الهام محمد اوف د رييس الوزراء له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، افغانستان او اذربایجان خپلواک، د ځمکنۍ بشپړتيا او د يو بل په چارو کې د نه لاسوهنې سياست لرونکي هېوادونه دي او همداراز یې د هېواد پر کانونو، ښوونې او روزنې او د آسان خدمت بهیر د پراختیا په برخو کې د باکو د همکاریو او پانګونو خبر ورکړ.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، طلوع نیوز ته و ویل: په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په تړاو خبرې وشوې، او همدا راز اسلامي امارت له اذربایجان سره د ډيپلوماټیکو چمتو والی وښود.
د رييس الوزراء اداري مرستیال په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو د پياوړتيا او پراختیا غوښتنه وکړه.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیگیر طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: هر هېواد چې نن غواړي د افغانستان په سیاسي بهیر کې یو رول ترسره کړي، دا د افغانانو او د اسلامي امارت په ګټه تمامیږي.
په تېره یوه میاشت کې د یو شمېر هېوادونو پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په موخه افغانستان ته راغلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې، د دغو سفرونو موخې څه دي او د هېواد د ستونزو د حل په برخه کې څومره اغېزناک دي؟
د نړۍوالو چارو شنونکي، محمد سنگر امیرزاده و ویل: ګاونډي هېوادونه دا ویره لري چې هسې نه له دې هېواده ورته کوم ګواښ پیښ شي. له اسلامي امارت سره خپلې اندېښنې شریکوي او په افغانستان کې هم د دې غوښتونکي دي چې یو ټولګډونی حکومت را جوړ شي.
د چارو یوه بل شنونکي، سید فرهاد اکبري څرګنده کړه چې: غوره انتخاب دا دی چې تر هرڅه لومړی د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. ځکه دا د خلکو غوښتنه هم ده او نړۍ به هم پرته له دې چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، بله چاره و نه لري.
تر دې مخکې اسلامي امارت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان د سفارت له جوړېدو خبر ورکړی وو.
د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي ، په نږدې راتلونکې کې به د اسلامي امارت سفیر او نور ډيپلوماټان هم دغه هېواد ته واستول شي.