اسلامي امارت طلوعنیوز ته د دې پخلی کوي چې په کندهار او نیمروز ولایتونو کې بېپيلوټه الوتکې ګزمې کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا له خوا د هېواد د هوايي حریم پر نقض له نیوکې سره وايي چې په ځلونو یې پر دغې مسئلې اعتراض کړی او له دغه هېواده یې غوښتي چې دغه مسئله جدي وګڼي.
ښاغلی مجاهد د خپلو څرګندونو په یوې برخه کې له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي افغانستان ته ځينې نږدې هېوادونه باید اجازه ورنهکړي چې د امریکا بېپيلوټه الوتکې د هغوی د فضا له کارونې سره، د هېواد هوايي حریم نقض کړي.
ذبیحالله مجاهد وايي:«له شک پرته چې دغه الوتکې په امریکا پورې تړاو لري او د ځينو نږدې هېوادونو له فضا الوتنه کوي او افغانستان ته راځي چې، په دې برخه کې باید ټول خپل مسوولیتونه درک کړي او تېری ودروي.»
د چارو شنوونکې بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د امنیتي چارو شنوونکی عبدالواحد طاقت وویل:«دوو الوتکو چې دننه په افغانستان ته تګ راتګ وکړ، سبا ته دا زیاتېږي او بله ورځ ښايي بم غورځونکې الوتکې هم راشي او افغانستان ښکېلاک شي.»
د پوځي چارو شنوونکی سرور نیازي هم وايي:«له بده مرغه چې افغانستان هوايي ځواک، رادار او هوايي دفاع سیسټم نهلري. نور هر هېواد چې زړه یې وغواړي راځي او د افغانستان هوايي حریم نقضوي.»
له دې مخکې ځينو سرچینو ویلي وو چې په تېرو ورځو کې یې په کندهار او نیمروز ولایتونو کې بېپيلوټې الوتکې لیدلي چې د هېواد پر فضا یې ګزمې کولې.
په دې اړه مو اندونه