د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوِي عبدالکبیر وايي چې اسلامي امارت په افغانستان کې داعش ډله ځپلې او څوک باید د هغې د پیاوړي ښودلو لپاره تبلیغات ونهکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له ځینو استازو او سفیرانو سره په ګډ روژه ماتي کې، که څه هم د کوم چا او کوم هېواد نوم نهاخلي؛ خو وايي، په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی.
مولوي عبدالکبیر وایي:«داعش نهیوازې د افغانستان بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده، هېڅوک باید د دغې ډلې د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونهکړي.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی د هېوادونو د سیاسي استازولیو، استازو ته د هرکلي ترڅنګ وايي، تمه لري چې په راتلوونکي کال کې په کابل کې د ډپيلوماټانو شمېر زیات او ټول هېوادونه په افغانستان کې خپلې سفارت خونې پرانیزي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه:«تمه لرو چې په راتلوونکي کال کې په کابل کې د مېشتو ډپيلوماټانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي، او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانیزي.»
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په دوام له ټولو هېوادونو سره پر حسنه اړیکو ټینګار کوي او زیاتوي، لېواله دی چې له نړۍوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې ولري او په سیمهییزو پروژو کې ونډه واخلي.
نوموړی یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چا ته به اجازه ورنهکړي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
مولوي عبدالکبیر وویل:«اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري په ځانګړې توګه موږ کولای شو چې په سیمهييزه کچه نوښتونه رامنځته او پياوړي کړو.»
مولوي عبدالکبیر همداراز وايي، هغوی چې په افغانستان کې ماتې خوړلې د دغه هېواد پراخې سیمهییزې اړیکې او تعامل، د بنسټیزو او پراختیايي چارو ترسره کولو، د نشهيي توکو او فساد له منځه وړلو او د سرتاسري امنیت تامینېدل ورته د منلو نهدي.
هغه یو ځل بیا له هېوادونو غواړي چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړۍوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصلهمندۍ کار واخلي.