Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګالوزین : د ا.ا په رسمیت پېژندل د پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو پورې تړاو لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو پورې تړاو لري.

ښاغلی ګالوزین زیاتوي چې مسکو له کابل سره خپلې کاري اړیکې ساتي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ټولو قومونو له ګډون سره یو ټول‌ګډونی حکومت رامنځته شي.

روسي رسنیو میخایل ګالوزین له قوله لیکي چې هغه ازبیکستان ته په سفر کې ویلي:«د دغه هېواد د حکومت رسمیت پېژندلو مسئله د یوه ټول‌ګډوني حکومت په جوړولو پورې اړه لري. داسې حکومت چې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ګوندونو استازي په‌کې ګډون ولري.»

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د دغه روسي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، اوسنی حکومت ټول‌ګډونی دی او د ټولو قومونو استازي په‌کې شته دي.

ښاغلی شاهین په دې هکله وايي:«دم‌ګړۍ د اسلامي امارت په حکومت کې د ټولو قومونو استازي شتون لري او د دې ترڅنګ د تېرې ادارې پنځه زره مامورین په اوسني حکومت کې کار کوي. واقعیت دا دی هغو کسانو چې د ښکېلاک پلوي کوله اوس له هېواده بهر دي، نور په حکومت کې د ټولو قومونو استازي حضور لري.»

ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې، سرپرست حکومت باید د هېوادونو مشروع غوښتنې ومني او متخصص او مسلکي کسان په بېلابېلو برخو کې په دندو وګوماري.

د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«شونې ده چې په حکومت کې ځينې شتې موجودې وي؛ خو هیله لرم چې په حکومت مسلکي او متخصص کسان وګومارل شي او حکومت باید د افغانانو ځينې نورې غوښتنې هم ومني او د زده‌کړو د حق په ګډون په نورو برخو کې هم د هغوی حقونه ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي څرګندوي:«کله چې روسیه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او امنیتي او پوځي تعاملات نژدې کړي، له دې سره په سیمه کې د امریکا استخباراتي پلاونه په خپله ناکامېږي. نو روسان باید په دې برخه کې روښانه او سم دریځ خپل کړي.»

له دې مخکې هند، ایران، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او ځینو نورو هېوادونو تل په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی؛ خو اسلامي امارت له دغو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه