د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه، امریکا د سیمې هېوادونو ګډه دښمنه ګڼي او زیاتوي چې دغه هېواد، د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباتۍ په لټه کې ده.
ښاغلي قمي په دغې مرکه کې د داعش د مسئلې په هکله وايي چې دغه ډله په افغانستان کې کومه سیمه په واک کې نهلري؛ خو په دغه هېواد کې د ترهګرۍ مرکزونه شته دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر وايي:«د افغانستان دولت اعلان کوي چې موږ د داعش په ځپلو کې جدي حرکت کړی، په پرېکنده توګه موږ تا تایید وو او موږ د امنیتي شرایطو په ښهوالي کې مرسته کوو؛ خو ایا پروني نیواکګر او ښکېلاکګر د لاسونې او د بېثباته کولو سیاست او د نورو په خاورو کې، د افغانستان له خاورې د هغو ترهګرو په واسطه د مزاحمت رامنځته کولو څخه چې په خپله یې ملاتړ کوي، لاس اخلي؟»
ښاغلی قمي په ایران کې د خپلو څرګندونو په یوې برخه کې په ایران کې د اسلامي امارت د مخالفو جریانونو د حضور پخلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د ایران سیاست به د افغانستان واکمنۍ ته هېڅ ګواښ نهوي.
دغه ایراني ډپيلوماټ څرګنده کړه:«ایران د افغانانو له ټولو ټولګو سره په اړیکه کې و، دی او وي به. دا زه په ډاګه او څرګنده وایم. کهچېرې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره دی، د ایران مېلمهپالنه هم د هغو مېلمنو لپاره دی چې راغلي. انشاالله دلته شرایط ښه شي او ټول ستانه شي، هر قوم، هر توکم او هر مذهب چې هر دلیل له افغانستانه ایران ته راغلي ایا هغوی په ایران کې مېشت دي؟ هو مېشت دي. خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان د امنیت لپاره ایرانه کومه ټولګه ګواښ رامنځته کونکې ده؟ نهده او نهبه وي. دا د ایران د جمهوریت پرېکنده سیاست دی.»
نوموړی د هلمند له سنده د ایران د حقابې په هکله ویلي چې تېر کال د ایران د حقابې په چوکاټ کې څه دپاسه دوه مېلیارده متر مکعبه اوبه بې ځایه تللي؛ خو په روان کال کې خپل هېواد ته د څه باندې ۱۰۰ مېلیونه متر مکعبه اوبو له ورتګه خوښي څرګندوي.
محمد حسن کاظمي قمي وویل:«د حقابې په چوکاټ کې، په دوو نوبتونو کې چې اوبه خوشې شوې، کولای شم ووایم چې ایران ته ۱۰۰ مېلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته راغلي. تېره کال په کمال خان بند کې ځينې ستونزې موجودې وې، د حکومت لخوا د کمال خان بند د رغولو لپاره دوه، درې اقدامه وشول او هغو ستونزو چې د دغه بند په دروازو کې شتون درلود، حل شوې.»
دغه ایرانی چارواکی دغه راز وايي چې هېواد یې د څه دپاسه ۶ مېلیونه افغان کډوالو کوربه دی او په خپلو پولو کې د ستونزو رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره یې غوښتونکو ته د ویزې د ورکړې اقدام کړی دی.
په دې اړه مو اندونه