Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسافر د کابل - جلال‌اباد لویې لارې د اصلي مسیر د پرانیستو غوښتنه کوي

د کابل - جلال‌اباد لویې لارې ځينې موټر چلوونکي او مسافرو ویلي چې د دغې لویې لارې تړلو پاتې کېدو هغوی ته ستونزې رامنځته کړې دي.

دوی له مسوولانو غواړي چې دغه لویه لار ژر تر ژره خلاصه کړي.

د کابل - جلال‌اباد لویه لار د غره د ښویېدنې له امله د لنډې مودې لپاره تړل شوې چلوونکي د ماهیپر په سیمه کې له فرعي لارې تګ راتګ کوي.

د کابل - جلال‌اباد د لویې لارې موټر چلونکی ابوذر د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«اسلامي امارت او چارواکي باید دغه لار له دې مخکې چې له غره ډبرې راولوېږي، جوړه کړي.»

د دغې لویې لارې یو له مسافرو مشال هم وايي:«لومړی ځل نه‌دی، د څوم ځل دی چې له غره ډبرې را ښویېږي او مسافر له ستونزو سره مخ کوي. له دولته په ځانګړې توګه له ټول‌ګټو وزارته غواړو چې دغه لار جوړه کړي او یو بنسټیز کار وکړي.» 

د ټول‌ګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په دې هکله څرګندوي:«د کابل دروازې په ۳۰ کیلومټرۍ کې تېره شپه د غره د ښویېدو له امله، د لویې لارې اصلي مسیر د لنډې مودې لپاره د ټرافیکو پر مخ تړلی شوی؛ خو په فرعي لار چې په سیمه کې مخکې د ټول‌ګټو وزارت له خوا جوړ شوی و، د موټرو تګ راتګ جریان لري.»

د دغه سړک د بیارغولو او پاکولو شرکت مسوول ویلي چې، د تړل شوي سړک د پاکولو کار يې پېل کړی او ښايي په دوه ورځو کې د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانستل شي.

د شرکت مسوول باور خان بابکرخېل وايي:«دغه لار تېره ورځ له مازدیګر را وروسته تړل شوې. د باران ورښت چې شوی لار یې بنده کړې. اوس هم بوخت یو او په دوه درې راتلونکو ورځو کې به ان‌شاالله خلاصه شي.»

د ټول‌ګټو وزارت همدارنګه ویلي چې په تخار، بدخشان، نورستان، پروان، غور، روزګان او کندهار ولایتونو کې د باران د ورښت او د سېلابونو د راتلو له امله ځينې لارې د لنډې مودې لپاره د وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې چې له پاکونې وروسته، بېرته پرانیستل شوې دي. 

شریک یي کړئ