د هېواد ځیني ولایتونه په تېرو دوه ورځو کې د واورې او باران د ورښت او د شدیدو سېلابونو د راتلو شاهد وو چې کښتونو او مېوه لرونکو ونو ته یې زیان رسولی دی.
که څه هم دغه واورې په بدخشان، پنجشېر، غزني، میدان وردګ، پکتیا او بامیان ولایتونو کې ورېدلې دي.
یو شمېر هېوادوال او کروندګر د کال په دې موسم کې د واورې ورښت بې مخینې بولي او وايي چې د دې واورې د ورېدو له امله د دوی کروندې او مېوه لرونکي ونې زیانمنې شوې دي.
د بامیان اوسېدونکی نادر طلوعنیوز ته وايي:«د کښت کار ناوخته شوی. هغوی چې یو اندازه کچالو تر خاورې لاندې کړي دي، ښايي سړښت خراب کړي وي.»
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاده هم څرګندوي:«په درې ولسوالیو کې، په ابشار، پریان او درې ولسوالیو کې شدیده واوره ورېدلې ده چې د خلکو کښت ته چې د ګل وخت دی، زیان رسولی دی.»
بل خوا د ننګرهار ځایي چارواکي وايي چې د وروستیو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۸۰۰ کورونه ړنګ او ۱۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.
د ننګرهار د طبعیي پېښو پروړاندې د چمتوالي ادار مسوولان وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د استوګنې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس سیفالله خالد وویل:«په تېرو درې ورځو کې د کورونو د نړېدو له امله څلور شهیدان لرو او شپږ تنه هم ټپيان لرو.»
بل پلو، د لغمان ځايي مسوولان هم وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې ۵۱۵ د استوګنې کورونه ړنګ او ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.
د لغمان د والي ویاند دغه راز زیاتوي چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي وايي:«درې تنه شهیدان شوي چې له هغې ډلې دوه تنه یې ماشومان دي. ۱۳ تنه نور ټپيان شوي او همدارنګه ۵۱۵ کورونه او ۴۰۰ جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده.»
د دې ټولو سربېره د وروستیو سېلابونو زیانمن د حکومتي او مرستندویه بنسټونو له مسوولانو غواړي چې د هغوی ننګونو ته رسېدنه وشي.
د ننګرهار اوسېدونکی ریدي ګل څرګندوي:«هرڅومره چې له موږ سره همکاري او مرسته کولای شي، ژر تر ژره دې مرسته وکړي، د مومناباد کلي اوسېدونکي د شپې ډوډۍ نهلري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو کې له تالندو سره د ملې واورې او باران د ورښت د احتمال خبر ورکړی دی.