تېره شپه د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو برید کورني او بهرني غبرګونونه را پارولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکونکي او په کابل کې د ایران سفارت دغه برید غندلی او د هغه د عاملانو د نیولو او مجازات کولو غوښتونکي دي.
ورته مهال، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دغه برید د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف بللی دی.
ښاغلي کرزي ویلي:«زموږ د یو شمېر ګرانو هېوادوالو ټپي کېدل په کلکه غندم. دا ترهګریز عمل د ټولو دیني او انساني معیارونو خلاف ګڼم»
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې:«پر خپلو بې دفاع هېوادوالو بزدلانه برید د اسلامي او انساني معیارونو خلاف ګڼم.»
دغه برید بهرني غبرګونونه هم راپارولې دي.
د دغه برید په غبرګون کې په کابل کې د ایران سفارت له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبره کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه برید په غندلو سره د دې پېښې د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
د سایسي چارو شنونکی طارق فرهادي طلوعنیوز ته په دې هکله وايي:«غوره به وي چې د اهل تشیع د راټولېدو په ځایونو کې جدي امنیتي کمربندونه په پام کې ونیسي.»
د سیاسی چارو بل شنونکی ویس ناصري هم څرګندوي:«تر هغې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډولو د فعالیت او حضور ونهنیول شي، له بده مرغه افغانستان به د ترهګرو ډلو مرکز او اډه وي. د دوی او د ځواکمنو هېوادونو د نیابتي او رقابتي جګړې به دوام پیدا کړي.»
د دوشنبې پر ماخوستن په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید چا یا کومې ډلې کړی دی.