Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګذرې ولسوالۍ پر یوه جومات د برید قربانیان خاورو ته وسپارل شول

د هرات ګذرې ولسوالۍ لوېدیځ کې د محمدیه ښارګوټي د اهل تشیع پر جومات د تېرې ورځې (دوشنبې) په وسله‌وال برید کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.

پر لمونځ کوونکو د ماښام لمانځه د ادا کولو پر مهال برید شوی دی. د هرات اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې د خلکو امنیت ټینګ او د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

د هرات اوسېدونکي عبدالحکیم صداقت په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ښاغلي جاوېد پر لمونځ‌ځي وینې راټولې شوې وې او د یوه حافظ پر سر هم یوه مرمۍ لګېدلې وه.»

د هرات بل اوسېدونکی عزیزالله هم وايي:«شهیدان په جومات کې په وینو کې ډوب پراته وو، هغه ښځې او ماشومان چې ټپيان شوي وو، ډېرې چغې وهلې.» 

د هرات امنیتي مسوولان وایي، تر اوسه د وسله ‌‌والو بریدګرو هویت نه‌دی په ډاګه شوی او له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي. 

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله انصاف وايي د امنیتي ځواکونو له لوري د دغه برید د څرنګوالي او عاملینو د نیولو په تړاو څېړنې روانې دي.

ښاغلی انصاف وايي:«امنیتي ځواکونه له خبرېدو وروسته سیمې ته حاضر شول او د دغې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره دم‌ګړۍ هم څېړنې او پلټنې روانې دي.»

د دغه خونړي برید د قربانیانو جسدونه د هغوی کلي ته نږدې خاورو ته سپارل کېږي او په سلګونو تنو د دې پېښې د قربانیانو د جنازې مراسمو کې ګډون کړی دی.

د هرات اوسېدونکی اسدالله قیمتي څرګندوي:«باید امنیت راشي څو نور خلک ونه‌کړېږي، له دولته مې همدا غوښتنه ده.»

د هرات بل اوسېدونکی محمد زمان رضايي هم زیاتوي:«د ملت غوښتنه ده چې دولت باید د ټولو جوماتونو امنیت تامین کړي او باید په دې برخه کې ډېره پاملرنه ولري.»

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

تر دغه برید پنځه میاشتې مخکې د هرات جبریل ښارګوټي پر ملکیانو او د اهل تشیع پر دوو دیني عالمانو په وسله وال برید کې هم د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو.

د هرات اوسېدونکي پر ملکي وګړو د شویو دغو بریدونو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه