Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ارزونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (دوشنبې) د څه باندې ۷۰ هېوادونو د استازو په حضور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو راپور و ارزاوه.

په دې غونډه کې د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازولۍ د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو راپور وړاندې کړ او له اسلامي امارت سره یې هر ډول تعامل د بشري حقونو په درناوي پوې مشروط وباله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه ویلي:«باید ډاډمن شو چې، له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې او تعامل باید د افغانانو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته پر درناوي متمرکز وي. تعامل باید د سیاسي جوړجاړي د بیارغونې لپاره د وسیلې په توګه په پام کې ونه نیول شي. د یوه ټول‌ګډوني او مسوول حکومت د جوړېدو په برخه کې دې د اسانتیاوو رامنځته کوونکي ګامونه واخیستل شي.»
                             
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استاوزلۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم وايي:«طالبانو د اساسي قانون او د یوه مدون قضايي نظام په نشتوالي کې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته په عام محضر کې اعدامونه او فزیکي سزاګانې بیا پیل کړي دي. دا کړنې له وېرې او یا قانون پرته ترسره کېږي.»

په دې غونډه کې د امريکا، برېټانيا، فرانسې، جاپان، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو استازي پر هغه څه چې، د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګول، د مدني فعالانو نیول، ربړونه، امنيتي ګواښونه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت نشتوالی یې بولي، اندېښنه څرګندوي.

په جنیوا کې د امریکا دایمي استازې میشل تېلور څرګندوي:«موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو په جدي توګه اندېښمن یو او وړاندیز کوو چې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه دا موارد په پام کې ونیسي، لومړی، د ښځو پر وړاندې ټول هغه فرمانونه چې له تبعیضه ډک دي، په ځانګړې توګه هغه فرمانونه چې د هغوی زده‌کړې یې محدودې کړي او په عمومي برخو کې د هغوی ازادۍ ترې اخلي، لغوه کړي.»

په دغې غونډه کې د د ترکیې استازې وايي:«ترکیه افغانستان ته وړاندیز کوي چې اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په ځانګړې توګه د نجونو د تحصیل او د ښځو د کار په تړاو ټول محدودیتونه لېرې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.»

په دې غونډه کې د روسيې استازي په افغانستان کې د ښځو پر بشري وضعيت اندېښنه وښوده، خو لوېديځ يې هم د افغانستان د روان وضعيت مسوول وباله:«اوسنی حکومت په کړکېچن حالت کې دی او د خپل کار لپاره لازمې سرچینې نه‌لري او موږ باید دا درک کړو چې، د افغانستان اوسنی وضعیت د لوېديځو هېوادونو د ځانغوښتونکو اقداماتو پایله ده.»

د جاپان استازی هم وايي:«که څه هم جاپان په افغانستان کې په اقتصادي او امنیتي برخو کې یو لړ پرمختګونه مني؛ خو د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو په برخه کې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.»

له دې ټولو سره سره په کابل کې د اسلامي امارت ځيني چارواکي وايي چې د ښځو د حقونو په تړاو په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه خوندي دي او امریکا او نور هېوادونه باید په دې برخه کې مداخله ونه کړي.
      
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي څرګندوي:«حقوق خو دغه دي، په تېر تاریخ کې دلته ۴۵ هېوادونه وو، زموږ خویندو ته یې څه حقوق ورکړل؟ له بې‌حجابۍ او بې سترۍ پرته نور څه وو؟ ځينو دا داسې پیاده کړل چې منفي تبلیغات وکړي.»
            
د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم وايي:«هر وخت دا یوه حربه او تاکتیک د دښمن په لاس کې ده، د حقوق بشر په نامه، حقوق بشر هغه دي چې، دغه حقوق بشر بلل هغه حقوق بشر دي. »

دا د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د راپور څلورمه ارزونه ده، چې لومړۍ ارزونه یې په ۲۰۰۹، دویمه ارزونه یې په ۲۰۱۴ او دریمه ارزونه یې په ۲۰۱۹ کې شوې وه.

د اسلامي امارت ځيني چارواکي وايي چې د ښځو د حقونو په تړاو په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو حقونه خوندي دي او امریکا او نور هېوادونه باید په دې برخه کې مداخله ونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه