Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښاروالۍ له کړنو د څلورمې ناحیې د غرفه لرونکو شکایت

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې یو شمېر غرفې لرونکي د کابل ښاروالۍ له لوري د خپلو هټیو له لرې کولو شکایت کوي.

دوی وايي که څه هم دوی د خپلو غرفو کرایه ورکړې ده، خو له دې سره سره یې غرفې له سیمې لرې کیږي.

غرفه لرونکی نور اغا وايي، دوه کاله مخکې یې د روزګار د خرابېدو او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پېدا کېدو په موخه دا غرفه د کابل په تایمني سیمه کې په ۱۶ زره افغانۍ پیرلې وه.

خو دمګړۍ له دې امله چې دا غرفه له دې ځایه لرې کیږي اندېښمن دی.

د واټ د غاړې پلورونکی نور اغا:"لنډه دا چې همدا اوس زما وضعیت له مالي پلوه صفر دی او هغه ټول مالونه چې مې اخیستې په قرض دي. څه مې په قرض کې ورکړل او څه پیسې چې راسره پاتې دي، هغه راټولوم او کور ته یې وړم، د بل لاس ګاړي د اخیستو پیسې هم نه لرم"

د کابل ښار د څلورمې ناحیې یو شمېر نور د واټ غاړې پلورونکي هم وایي، سره له دې چې د غرفو کرایه یې د غبرګولي تر میاشتې پورې تحویل کړې خو دمګړۍ د ناحیې له خوا د تایمني بازار کې د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي.

د واټ د غاړې یو بل پلورونکي رحمت هم وايي: «موږ به یې کرایه هم ورکوله ځکه دلته به یې خلک وړیا نه پرېښودل، موږ به یې تعرفې هم ورکولې.»

عبدالجمیل هم چې د واټ پر غاړه توکي پلوري وايي: «ټول خلک له دې ځایه راټولوي او بې برخلیکه ځای ته یې وړي، څه کم او زیات دېرش زره کسان دي چې له دې ځایه ډوډۍ خوري.»

په ورته مهال کابل ښاروالي وایي، د ښاري نظم د رامنځته کیدو لپاره یې غرفې له څلورمې ناحیې لرې کړي او غرفه لرونکو ته به په ځانګړو سېمو کې د فعالیت زمېنه برابره شي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: «د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني په سیمه کې د واټ د غاړې پلورونکو ته یوه سیمه ځانګړې شوې ده. له ټولو مو غوښتنه ده چې هماغه چمتو شوي ځای کې فعالیت وکړي. ښاروالۍ هیچاته اجازه نه ورکوي چې سړک یا پیاده رو بند کړي.»

کابل ښاروالي په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې په کابل ښار کې په پلي لارو او واټونو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د واټ غاړې پلورونکو ته د غرفو د جوړولو طرحه عملي کړه.

کابل ښاروالي وایي، د ښاري نظم د رامنځته کیدو لپاره یې غرفې له څلورمې ناحیې لرې کړي او غرفه لرونکو ته به په ځانګړو سېمو کې د فعالیت زمېنه برابره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه