د بامیان مرکز او بېلابېلو لسوالۍ وروستیو ورځو کې د واورې اورېدو شاهدې وې.
یو شمېر کروندګر وایي، چې وروستیو واورو یې کروندو او باغونو ته زیان رسولی دی.
وروستیو ورځو کې پرلپسې واورې او ورښتونو بامیان کې د کروندګرو اندېښنې راپارولي دي.
یو شمېر کروندګر وايي د دوی سیمو کې تر شپږ سانتې مترو پورې واوره ورېدلې او د هوا سړېدو سره په ځمکو کې کرل شوي د غنمو او کچالو تخمونه به له منځه لاړ شي.
د فولاد درې یو کروندګر قربان دې موسم کې د واورې ورښت کم ساري بولي او وايي تېرې اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې دې سیمه کې واوره ورېږي.
کروندګر، قربان په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: هوا ډيره یخه شوې ده او ددې امکان شته چې چا کچالو کرلي وي، هغه خراب شي.
یو بل کروندګر، محمد علي و ویل: اوس مهال په فولادي دره کې که لاندې د مرکز اوسېدونکو کچالو کرلي وي، خو پورته چا نه دي کرلي.
د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وايي ددغه ولایت یکاولنګ، پنجاب، ورس او د مرکز په ګډون کهمرد او سیغان ولسوالیو ځینو برخو هم واوره ورېدلې ده.
د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، ذبیح الله رب دوست و ویل: په بامیان کې شاوخوا ۱۹۶ ملي متره باران ورېدلی دی. په ځینو سیمو کې بیا واورې هم ورېدلې دي.
بل پلو په داسې حال کې د واورې ورښت د نورستان ولایت ځنګلونو بېلابېلې برخې ښکلي او لېدو وړ کړي خو ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي ورښتونو د مواصلاتي لارو بندولو سربېره خلکو ته زیانونه هم اړولي.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سمیع الحق حق بیان وايي: په نورستان کې د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د نورستان په بیلابیلو ولسوالیو کې د نورستان ولسونو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. ځینې کورونه په جزیي توګه تخریب شوي او د مالونو خونې یې را پرېوتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو درېیو ورځو کې د بامیان او نورستان سربېره میدان وردګ، غزني، سرپل، جوزجان، پکتیا او پنجشیر کې واوره ورېدلې وه چې له امله یې کروندګرو او بڼوالو ته ډېر زیانونه هم اړولي.